د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود په هرات کې د ښځو د نیولو او د خلکو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کارولو راپورونه په کلکه غندلي دي او ویلي یې دي چې دغه ډول اقدامات د طالبانو د واکمنۍ ماهیت بربنډوي.
نوموړي په یوه اعلامیه کې ویلي چې په هرات کې د ښځو نیول او له خلکو سره سخت چلند یو ځل بیا دا ثابتوي چې د طالبان واکمني د هغه په وینا پر وېره، سپکاوي او زور ولاړه ده.
هغه زیاتوي چې د رسنیو د محدودیتونو او سانسور له امله له هرات او کابل څخه خپاره شوي راپورونه یوازې د هغو «بېشمېره مواردو یوه برخه» ده چې د طالبانو د ادارې له لوري، په ځانګړي ډول پر ښځو، د فشار او محدودیت په توګه تپل کېږي.
د ملي مقاومت جبهې مشر د هرات ښځو ته په خطاب کې ویلي چې دوی یوازې نه دي او د جبهې غړي د ده په وینا د ازادۍ او انساني کرامت د دفاع لپاره د هغوی ترڅنګ ولاړ دي. هغه ټینګار کړی چې د ښځو د حقونو او ازادۍ دفاع د ټول افغانستان د راتلونکي او عزت دفاع ګڼل کېږي.
مسعود پر سیاسي څېرو، دیني عالمانو، مدني فعالانو، رسنیو او نړیوالو بنسټونو غږ کړی چې له چوپتیا ووځي او د هغه په وینا د روانو «ظلمونو» پر وړاندې واضح او مسوولانه دریځ غوره کړي.
نوموړي ویلي چې اوس د بېتفاوتۍ او مبهمو دریځونو وخت نه دی، بلکې اړتیا ده چې د افغانانو د مشروع غوښتنو ملاتړ وشي او د ده په وینا د ناوړه چلند د عادي کېدو مخه ونیول شي.
لیکوال:سعید سمیر








