د بښنې نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د پاکستان هغه هوايي برید چې د کابل د «امید» د درملنې او بیارغونې پر مرکز شوی و، او د ۱۴۰۴ کال د کب ۲۶مه په کې لږ تر لږه ۲۶۹ ملکي وګړي وژل شوي، باید د احتمالي جنګي جرم په توګه وڅېړل شي. دغه سازمان ټینګار کړی چې موندنې یې د دې اړتیا څرګندوي چې د برید په اړه یوه خپلواکه او بېطرفه څېړنه ترسره شي.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې هېڅ داسې شواهد یې نه دي موندلي چې د پاکستان د پوځ دا ادعا تایید کړي چې ګواکي دغه روغتیايي مرکز د وسلو، مهماتو یا نورو پوځي موخو لپاره کارول کېده. د دې سازمان په وینا، ترسره شوې څېړنې د پاکستاني چارواکو له ادعاوو سره سمون نه خوري.
دغه سازمان همدارنګه ټینګار کړی چې پر یوه روغتیايي مرکز برید د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې د روغتیايي مرکزونو ځانګړی خوندیتوب تر پښو لاندې کوي او د پوځي عملیاتو د توپیر، احتیاط او تناسب له اصولو سره په ټکر کې دی.ددبښنې نړیوال سازمان دا موضوع د نړیوال بشردوستانه قانون له نظره ډېره مهمه بللې ده.
د بښنې نړیوال سازمان یوه چارواکې ایزابل لاسه په یوه اعلامیه کې دغه برید د نړیوال بشردوستانه قانون څخه جدي سرغړونه بللې او له پاکستان څخه یې غوښتي چې د پېښې په اړه، خپلواکه او بېطرفه څېړنه ترسره کړي او پایلې یې له خلکو سره شریکې کړي.
هغې ویلي: «پر امید مرکز برید د نړیوال بشردوستانه قانون څخه جدي سرغړونه ده او کېدای شي جنګي جرم وګڼل شي. له دې امله چې دا ځای له یوې لسیزې زیات د درملنې د مرکز په توګه پېژندل شوی و، دغه برید د پاکستان په پوځي پلان جوړونه کې د جدي ناکامۍ ښکارندویي کوي؛ داسې ناکامي چې د ډېرو ملکي وګړو د مرګ لامل شوې ده.»
له برید څخه یوه ورځ وروسته، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ وویل چې د دغه هېواد پوځ په کابل کې پوځي تاسیسات او د مهماتو زېرمتونونه په نښه کړي وو او د هغه په وینا، دویمې چاودنې د دې نښه وه چې هلته مهمات موجود وو.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې خپل راپور یې د څه باندې ۶۰ انځورونو او ویډیوګانو، له ۳۰ څخه د ډېرو سپوږمکۍ انځورونو، او د امید مرکز له کارکوونکو، د ابنسینا روغتون له کارکوونکو او یو شمېر ژغورل شویو کسانو سره د مرکو پر بنسټ جوړ کړی دی. دغه سازمان زیاتوي چې حتی هغه انځورونه چې د پاکستان پوځ خپاره کړي، هم د دویمو چاودنو کومه نښه نه ښيي چې عموماً د مهماتو د زېرمو شتون څرګندوي.
د سپوږمکۍ انځورونو او د شاهدانو د څرګندونو له مخې، د دې ودانۍ لږ تر لږه درې برخې سختې زیانمنې شوي یا په بشپړه توګه ویجاړې شوي دي. له نښه شوو ودانیو څخه یوه د نویو منل شویو ناروغانو د استوګنې ځای، پخلنځی او د خوړو تالار و، او د دغه سازمان په وینا، د ډېرو قربانیانو جسدونه له همدې ځایه راایستل شوي دي.
د دې سازمان په وینا، دویمه ودانۍ د طالبانو د امنیتي ځواکونو د اوسېدو ځای او د خوړو زېرمه وه، او درېیمه ودانۍ د سکرو، لرګیو، جامو د ساتلو او د خیاطۍ د کارخونې په توګه کارېده. یوه شاهد هم ویلي چې له برید وروسته یې یوازې د لرګیو، سکرو، جامو او بوټانو پاتې شوني لیدلي او د پوځي تجهیزاتو هېڅ نښه یې نه ده موندلې.
طالبانو له برید څخه څو ساعته وروسته اعلان وکړ چې تر ۴۰۰ ډېر ملکي وګړي وژل شوي او له ۲۵۰ ډېر ټپیان شوي دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) وروسته په خپلواکه توګه د لږ تر لږه ۲۶۹ کسانو وژل کېدل او د ۱۲۲ کسانو ټپي کېدل تایید کړل.د بښنې نړیوال سازمان هم ویلي چې ښايي د قربانیانو اصلي شمېر تر دې لوړ وي، ځکه د چاودنو شدت د ځینو قربانیانو د پاتې شونو پېژندل ستونزمن کړي دي.
د یوه قرباني خپلوان یاد سازمان ته ویلي چې کورنۍ یې له روغتونونو او درملیزو مرکزونو له لټون وروسته لا هم د خپل عزیز جسد نه دی موندلی. یوه روغتیايي کارکوونکي چې د ټپیانو په انتقال کې یې مرسته کړې، ویلي: «هر ځای چې به مې قدم کېښود، یو جسد به پر ځمکه پروت و.»
یاد سازمان همدارنګه ویلي چې دغه برید پرته له مخکیني خبرداري ترسره شوی او د روژې میاشتې د تراوېح لمانځه پر مهال تر سره شوی، هغه وخت چې په مرکز کې له زرو ډېر ناروغان موجود وو. دغه سازمان زیاته کړې چې د جولای په ۹مه یې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څخه د څېړنو او حساب ورکولو په اړه معلومات وغوښتل، خو د راپور تر خپرېدو پورې یې هېڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی.
ایزابل لاسه خبرداری ورکړی چې د نړیوال قانون د جدي سرغړونو په اړه د څېړنې نه ترسره کول، لکه پر امید مرکز برید، د معافیت له فضا سره مرسته کوي او د دې خطر زیاتوي چې ورته ناقانونه عملیات بیا تکرار شي او د ملکي وګړو مرګژوبله زیاته شي.
د بښې نړیوال سازمان دغه برید په افغانستان کې د پاکستان د هوايي بریدونو د لړۍ یوه برخه بللې چې له طالبانو سره د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له سرحدي ترینګلتیاوو وروسته ترسره شوي دي. دغه سازمان د یوناما د شمېرو له مخې ویلي چې یوازې د ۲۰۲۶ کال د جنوري او مارچ ترمنځ په افغانستان کې له ۷۵۰ څخه ډېر ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








