TOOSnews
اعلان
كونړ كې اته كلنه ماشومه په مرموز ډول وژل شوې.
افغانستانټوس نیوز

كونړ كې اته كلنه ماشومه په مرموز ډول وژل شوې.

۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د کونړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ د باډېل درې اوسېدونکي وایي، چې د سایرې په نوم یوه اته کلنه ماشومه، چې د درېیم ټولګي زده‌کوونکې وه، په یوه دردناکه پېښه کې وژل شوې ده.

د کورنۍ د غړو په وینا، دغه ماشومه د خپل ماما په کور کې د یوه نامعلوم کس له لوري وژل شوې ده. د قربانۍ خپلوان ادعا کوي چې د ماشومې بدن څېرل شوی او د زړه او پښتورګو په ګډون یې د بدن ځینې داخلي غړي ترې ایستل شوي دي.

د ماشومې د تره زوی ممتاز ابراهیمي هم د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې له جسد سره یې غیرانساني او وحشیانه چلند شوی دی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.