د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له خپل چینایي سیال وانګ يي سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې ټول هېوادونه مسؤلیت لري، څو په نړیوالو اړیکو کې د زور کارونې د پراخېدو مخه ونیسي.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا راپور ورکړی چې دغه لیدنه د جمعې په ورځ، د اسد په ۲مه، د قرغزستان په کوربهتوب د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې ترسره شوې ده. د راپور له مخې، عراقچي په دې کتنه کې د سیمې د وروستیو بدلونونو او د نړیوالو اړیکو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې کړي دي.
د اېرنا د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکا لهخوا د دغه هېواد پر حیاتي بنسټیزو تأسیساتو بریدونه غندلي او متحده ایالات یې د «جګړهییزو جنایتونو» په ترسره کولو تورن کړي دي. هغه ویلي چې ټول دولتونه مسؤلیت لري د ملګرو ملتونو د منشور د اساسي اصولو د کمزوري کېدو او په نړیوالو اړیکو کې د زور کارونې د عادي کېدو مخه ونیسي.
عراقچي همدارنګه د هرمز تنګي او د سیمې امنیتي وضعیت د هغه څه پایله بللې چې نوموړي یې «د امریکا د ژمنو ماتول او د اسلامآباد د تفاهم د پنځم بند له مخې د ایران د ژمنو د عملي کېدو په بهیر کې لاسوهنه» بللې ده.
ایرنا همدارنګه لیکلي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د منځني ختیځ د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د خپل هېواد د هر ډول همکارۍ چمتووالی څرګند کړی دی.
چین او روسیه د ایران مهم اقتصادي او سیاسي شریکان بلل کېږي، او په ځینو راپورونو کې د ایران د تخنیکي او پوځي ملاتړ کوونکو په توګه هم یاد شوي دي. خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې دغه دواړه هېوادونه د امریکا او ایران ترمنځ په روانه شخړه کې هېڅ رول نه لري او له ایران سره پوځي ملاتړ نه کوي.
ټرمپ پرون په خپلې ټولنیزې شبکې ټروث سوشال کې ادعا کړې وه چې د چین ولسمشر شي جین پینګ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ورته ویلي چې ایران ته به هېڅ ډول وسلې ورنه کړي. هغه زیاته کړې چې دغه دواړه هېوادونه په دې موضوع کې ښکېل نه دي او هر ډول اقدام به په دې برخه کې د هغوی په ګټه نه وي.
لیکواله:سلیمه آریایي








