TOOSnews
اعلان
اشرف غني: د نورستان سيلابونه د كونړ له زلزلې وروسته ستره غميزه ده.
افغانستانټوس نیوز

اشرف غني: د نورستان سيلابونه د كونړ له زلزلې وروسته ستره غميزه ده.

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د نورستان ولایت له هغو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې چې د وروستیو خونړیو سېلابونو له امله یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي او درانه مالي زیانونه یې لیدلي دي.

ښاغلي غني په خپور کړي پیغام کې دغه پېښه د کونړ له زلزلې وروسته د افغانستان له سترو غمیزو څخه وبلله او له ټولو هېوادوالو یې وغوښتل چې د سیلاب‌ځپلو کورنیو لاسنیوی وکړي.

د راپورونو له مخې، د نورستان د مرکز پارون په ګډون ځینو سیمو کې سختو سېلابونو ګڼې ودانۍ نړولي دي. تر اوسه د ۲۳ کسانو مړینه تایید شوې، نږدې ۸۰ کسان ټپیان دي او ویل کېږي چې له ۱۰۰ څخه ډېر کسان لا هم نادرکه دي.

بلخوا، په بهرنیو هېوادونو کې یو شمېر افغانانو د نورستان د سیلاب‌ځپلو د ملاتړ لپاره د انلاین مرستو راټولولو کمپاین پیل کړی دی.

د دغه کمپاین له پیلونکو احمدالله ارچیوال ویلي، دا نوښت یې د ملي او وجداني مسوولیت له مخې پیل کړی او له افغانانو یې غوښتي چې د زیانمنو کورنیو د ملاتړ لپاره مرسته وکړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.