بي بي سي راپور ورکړی چې د عراق د کردستان له سیمې څخه تر ۳۰۰ ډېر مهاجر، چې تېر اوړی یې بریټانیې ته د رسېدو په لاره سفر کاوه، په لیبیا کې تښتول شوي او د ځورونې او د بدن د غړو د جبري ایستلو له ګواښونو سره مخ شوي دي.
د راپور له مخې، دغه ځوانان د لیبیا د یوې وسلهوالې ډلې له خوا یرغمل شوي وو. تښتوونکو د هر یرغمل شوي کس له کورنۍ څخه پنځه زره ډالره باج غوښت، او ګواښ یې کړی و چې که پیسې ورنه کړل شي، د هغوی پښتورګي به وباسي.
بي بي سي له یو شمېر خوشې شویو یرغمل شویو کسانو سره مرکې کړي او داسې تصویري شواهد یې لیدلي چې د دې رسنۍ په وینا ښيي ځینې کسان په زور د پښتورګو د ایستلو جراحي عملیاتو سره مخ شوي دي.
خوشې شوي یرغمل شوي کسان همدارنګه د شکنجې نښې ښيي او وايي چې په ډېرو سختو شرایطو کې، په وړو کوټو کې له شاوخوا ۱۸۰ کسانو سره یو ځای ساتل کېدل. لږ تر لږه یو کس د دغو پېښو په جریان کې وژل شوی، او لا هم څرګنده نه ده چې څو نور کسان لا هم په بند کې دي.
د بیي بي سي د راپور له مخې، دغه مهاجر د لیبیا له لارې د مدیترانې ساحل او بیا اروپا ته د انتقال لپاره روان وو، خو د یوې وسلهوالې ډلې او د انسان قاچاق کوونکي نوح آرون ترمنځ د مالي شخړې له امله هغوی یرغمل شول.
نوح آرون، چې د عراق د کردستان یو قاچاق کوونکی دی، اوس په فرانسه کې د پیسو د سپینولو او انسان قاچاق په تور په ۱۰ کلونو بند محکوم شوی دی. د دې قضیې جزئیات د بیبیسي د یوه بل قاچاق کوونکي کاردو جاف په اړه د څېړنو پر مهال څرګند شوي دي.
د راپور له مخې، کاردو جاف او نوح آرون دواړه د کردستان د رانیه ښار اوسېدونکي دي او ګومان کېږي چې پخوا یې له یو بل سره همکاري کړې ده.
بیي بي سي وايي چې د خپلو څېړنو پر مهال یې د رانیه په ښار کې له ګڼو کورنیو سره لیدلي چې زامن یې د دغو یرغمل شویو کسانو په ډله کې وو. ځینو کورنیو د خپلو اولادونو د بدن د جراحي زخمونو انځورونه له خبریالانو سره شریک کړي دي.
دغه رسنۍ همدارنګه راپور ورکوي چې په بریټانیا کې یو متخصص ډاکټر د یوه انځور تر کتلو وروسته ویلي چې د زخم نښې د پښتورګو د جراحي د معمول پرې کولو سره سمون لري؛ خو تر اوسه په خپلواکه توګه دا نه ده تایید شوې چې واقعاً د دغو کسانو کوم غړی ایستل شوی وي که نه.
د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي چې په لیبیا کې بېثباتي او د مؤثر حکومتي واک نشتوالی د انسان قاچاق شبکو او وسلهوالو ډلو ته زمینه برابره کړې او کډوال له جدي خطرونو سره مخ کوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








