TOOSnews
اعلان
چاه اب كړکېچ؛ طالبان خپل تاجک قوماندان غلام حسين بېرته پياوړى كوي.
افغانستانټوس نیوز

چاه اب كړکېچ؛ طالبان خپل تاجک قوماندان غلام حسين بېرته پياوړى كوي.

۴ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په تخار کې ځايي سرچینې وایي، طالبانو له خپل تاجک‌توکمه قوماندان غلام حسین سره ژمنه کړې چې هغه ته به د پخوا ضبط شوې وسلې او پوځي تجهیزات بېرته وسپاري. دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې د چاه‌اب ولسوالۍ د سرو زرو کانونو پر سر کړکېچ زیات شوی دی.

د سرچینو په وینا، طالبانو د ۱۴۰۳ کال د تلې میاشت کې غلام حسین نیولی و او تر ۴۰۰ زیاتې سپکې او درنې وسلې، څو موټر او د مهماتو یوه لویه اندازه یې ترې ضبط کړې وه. نوموړی څه موده بندي هم و او له خوشې کېدو وروسته ورته خپلې پلرنۍ ولسوالۍ چاه‌اب ته د ستنېدو اجازه نه ورکول کېده.

سرچینې زیاتوي چې شاوخوا یوه اوونۍ کېږي پر غلام حسین لګېدلي محدودیتونه کم شوي او اوس ورته اجازه ورکړل شوې چې بېرته چاه‌اب ولسوالۍ ته ستون شي.

په وروستیو اونیو کې د تخار چاه‌اب ولسوالۍ د سرو زرو کانونو د استخراج پر سر د زیاتېدونکي کړکېچ شاهده ده. د راپورونو له مخې، د سیمې اوسېدونکو د کانونو د استخراج پر ضد اعتراضونه کړي او طالبانو دغه اعتراضونه په زور ځپلي دي.

د سرچینو په وینا، غلام حسین په دې موده کې ډېری وخت په کابل کې اوسېده او کله ناکله به تالقان ته هم تللی، خو د طالبانو د استخباراتو له اجازې پرته یې بلې سیمې ته د سفر اجازه نه لرله.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي او دا هم نه ده روښانه چې ولې یې د غلام حسین په اړه خپل دریځ بدل کړی دی.

غلام حسین پخوا د بشیر قانت له قوماندانانو څخه و او د راپورونو له مخې، د چاه‌اب ولسوالۍ د نورابې د سرو زرو له کان څخه یې عواید ترلاسه کول او سلګونه وسله‌وال کسان یې تر قوماندې لاندې لرل.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.