TOOSnews
اعلان
ډار: له طالبانو يوازې دا تمه لرو چې د افغانستان خاوره د پاكستان پر ضد ونه كارول شي.
نړۍټوس نیوز

ډار: له طالبانو يوازې دا تمه لرو چې د افغانستان خاوره د پاكستان پر ضد ونه كارول شي.

۲ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پاکستان مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، اسلام‌اباد له طالبانو یوازې یوه تمه لري او هغه دا چې اجازه ور نه کړي د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګریزو فعالیتونو لپاره وکارول شي.

ډار دا څرګندونې د اسیايي هېوادونو د سیمه‌ییز فورم په غونډه کې وکړې. هغه ادعا وکړه چې د پاکستاني طالبانو غورځنګ (ټي ټي پي) او د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بي اېل اې) د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره د افغانستان له خاورې ګټه اخلي او دا وضعیت یې د سیمې لپاره جدي امنیتي ګواښ وباله.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، که طالبان پر خپلو ژمنو عمل وکړي او د افغانستان خاوره د ګاونډیو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي، نو په جنوبي او مرکزي اسیا کې به د سوداګرۍ، سیمه‌ییز اتصال او اقتصادي پرمختګ لپاره پراخ فرصتونه رامنځته شي.

هغه همداراز له طالبانو او د سیمې له نورو اړخونو وغوښتل چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد د ناامنۍ او ترهګرۍ لپاره ونه کاروي، او په غیرمستقیم ډول یې د اسیايي هېوادونو د سیمه‌ییز فورم له غړو وغوښتل چې د وسله‌والو ډلو پر ضد د پاکستان له دریځ څخه ملاتړ وکړي.

طالبانو تر دې وړاندې د پاکستان ورته ادعاوې رد کړي او ټینګار یې کړی چې د پاکستاني وسله‌والو ستونزه د اسلام‌اباد کورنۍ مسئله ده.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.