درې افغان وګړي چې د ۱۴۰۴ کال د مرغومي میاشتې د اعتراضونو پر مهال د ایران په اصفهان ښار کې نیول شوي وو، د دغه ښار د انقلاب محکمې یوې څانګې د اعدام په سزا محکوم کړي دي. د راپورونو له مخې، پر دغو کسانو د «پولیسو د یوه مرکز په سوځولو کې د ګډون» تور لګول شوی او محکمې هم د همدې تور پر بنسټ د اعدام حکم صادر کړی دی.
د بشري حقونو سازمان ههنګاو د جمعې په ورځ، د زمري دویمه ، د دغو درېیو افغان وګړو هویتونه افشار شاهاحمدي، ایمان شفایي او صدرالدین احمدزاده اعلان کړل. د دې سازمان په وینا، د اصفهان د انقلاب محکمې پرېکړه د هغو د پولیسو د یوه مرکز په سوځولو کې د ګډون د تور له امله صادره شوې ده.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دغه درې کسان د ۱۴۰۴ کال د مرغومي په ۲۰مه د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا د اصفهان په یوه سړک کې ونیول شول. باوري سرچینې وایي چې هغوی تر نیول کېدو وروسته ۴۰ ورځې د ایران د اطلاعاتو وزارت په توقیفځای کې په انفرادي بند کې ساتل شوي وو او په دې موده کې یې له خپلو کورنیو او له بهرنۍ نړۍ سره هېڅ ډول اړیکه نه لرله.
د ههنګاو د راپور له مخې، ایمان شفایي له نیول کېدو وړاندې هم د تنفسي ستونزو سره مخ و، خو د باوري سرچینو په وینا، اوږدو پوښتنو او مناسبې طبي پاملرنې ته د نه لاسرسي له امله د هغه روغتیا نوره هم خرابه شوې او په شدیدې ساه لنډۍ اخته شوی دی. همدارنګه ویل شوي چې نوموړی لا هم اړینو درملو او روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، افشار شاهاحمدي او ایمان شفایي له خپلو کورنیو سره د اصفهان په ښار کې اوسېدل، خو صدرالدین احمدزاده د کار لپاره ایران ته تللی و.
دا حکمونه په داسې حال کې صادر شوي چې د راپورونو له مخې، ګلمحمد محمدي، ۲۳ کلن افغان وګړی او د همدې دوسیې یو بل تورن، د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۸مه، په پټه اعدام شوی دی. تر اوسه د ایران رسمي چارواکو د دغو راپورونو په اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.
لیکواله:سلیمه آریایي








