د هرات د جبریل ښارګوټي سلګونو مېشتو ښځو او نارینهوو د سېشنبې په ورځ د طالبانو له خوا د ښځو د نیولو په اعتراض کې لاریون وکړ او د «تحصیل، کار، آزادي» شعارونه یې ورکړل او د دغو نیونو د بندېدو غوښتنه یې وکړه.
اعتراض کوونکي وایي چې په هرات کې ښځې د جامو د ډول له امله د طالبانو له خوا نیول کېږي او له دې ډلې یې د دې لړۍ د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده. دا لاریون د سهار شاوخوا ۸ بجې د ښارګوټي د اصلي سړک په اوږدو کې پیل شو.
عیني شاهدان او سیمهییزې سرچینې راپور ورکوي چې د طالبانو ځواکونو د لاریون کوونکو د تیتولو لپاره پر هغوی ډزې کړي دي. همدارنګه ادعا شوې چې د دې پېښې پر مهال له لاریون کوونکو سره نور تاوتریخوالی هم شوی دی.
د سیمهییزو سرچینو د راپورونو له مخې، د طالبانو د ډزو په پایله کې لږ تر لږه ۴ کسان، چې یو ماشوم هم پکې شامل دی، ټپیان شوي دي. خو د ټپیانو کره شمېر تر اوسه په خپلواکه توګه نه دی تائید شوی.
له ځایه خپاره شوي انځورونه هم د لاریونونو او د طالبانو د پراخ حضور صحنې ښيي. سرچینې وایي چې سیمې ته استول شوي امنیتي ځواکونه د لاریون کوونکو له شمېر څخه زیات وو.
په همدې حال کې، ریچارډ بېنېټ له لاریون کوونکو سره د شوي چلند په اړه له راپورونو اندېښنه څرګنده کړې ده. هغه په ایکس ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې ټینګار کړی چې د تاوتریخوالي عاملین باید حساب ورکړي.
بېنېټ همدارنګه د تاوتریخوالي د کمولو، د وګړو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د آزادۍ د درناوي او د نورو زیانونو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.
د جبریل اوسېدونکو تر دې مخکې په یوه اعلامیه کې له خلکو غوښتنه کړې وه چې د ښځو د نیولو په اعتراض کې سړکونو ته ووځي. هغوی له نورو هراتیانو هم غوښتنه کړې وه چې له دې اعتراضي حرکت سره یوځای شي.
سیمهییزې سرچینې وایي چې د هرات په نورو سیمو کې ورته اعتراضي غونډه نه ده شوې. د دغو سرچینو په وینا، طالبانو ګڼ شمېر وسله وال ځواکونه جبریل ته استولي او دا سیمه اوس تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې ده.
د طالبانو چارواکو تر اوسه د دې پېښو او خپرو شویو راپورونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
لیکواله:سلیمه آریایي








