TOOSnews
اعلان
په نورستان كې ١۵ كسان لا هم د سېلابونو له امله لادركه دي.
افغانستانټوس نیوز

په نورستان كې ١۵ كسان لا هم د سېلابونو له امله لادركه دي.

۳ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي اداره وایي، د نورستان د ویجاړوونکو سېلابونو له امله د مړو شمېر ۲۴ تنو ته لوړ شوی، ۸۵ کسان ټپیان دي او لا هم ۱۵ کسان لادرکه دي.

د دغې ادارې د ویاند مرستیال تاج محمد همت د پنجشنبې په ورځ (د زمري لومړۍ) وویل، د سېلابونو له رامنځته کېدو څلور ورځې وروسته د لادرکه کسانو شمېر له ۸۵ څخه ۱۵ ته راکم شوی، ځکه ډېری هغه کسان چې د سېلابونو پر مهال غرنیو او لرو سیمو ته تللي وو، بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

همت زیاته کړه، د ټېلیفوني شبکو د نشتوالي له امله له دغو کسانو سره اړیکه نه کېدله، خو اوس یوازې ۱۵ کسان لا هم لادرکه دي.

بلخوا، د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ په خپور شوي غمرازۍ پیغام کې ویلي، د مړو شویو کسانو په ډله کې د نورستان ښاروال او د یوه کنډک قوماندان هم شامل دي. ارګ له سوداګرو، شتمنو او نورو افغانانو غوښتي چې له سېلاب‌ځپلو کورنیو سره خپلې مرستې زیاتې کړي.

د طالبانو د پېښو سره د مبارزې اداره وایي، د مرستو لړۍ پیل شوې او تر اوسه د هرې قرباني کورنۍ ته ۲۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوې، سربېره پر دې خوراکي او غیرخوراکي مرستې هم روانې دي.

ارګ له خلکو غوښتي چې په هغو سیمو کې له اوسېدو او کاروبار څخه ډډه وکړي چې د سېلابونو خطر پکې موجود وي او د هواپوهنې ادارې له لوري یې په اړه خبرداری ورکړل شوی وي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.