د نورستان ولایت د منډول ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د سختو بارانونو له امله راوتلو سېلابونو خلکو ته پراخ مالي زیانونه اړولي دي. د ځايي اوسېدونکو په وینا، تر اوسه شپږ استوګنیز کورونه، د برېښنا یوه شبکه، یوه ژرنده، یو پلچک، سړکونه، کرنیزې ځمکې او باغونه زیانمن یا ویجاړ شوي دي.
د معلوماتو له مخې، سېلابونو د باندول، انیش، اسکندو، منګور، جناخېل، شکرنل، نعلو، اتراراه او یو شمېر نورو سیمو اوسېدونکي اغېزمن کړي دي.
ځايي سرچینې وایي، د دې طبیعي پېښې له امله تر اوسه د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی، خو مالي زیانونه د پام وړ دي. اغېزمن اوسېدونکي وایي، تر دې دمه ورسره د طالبانو له لوري هېڅ ډول بېړنۍ مرسته نه ده شوې.
بلخوا، د نورستان ځايي طالب چارواکو تر اوسه د دغو سېلابونو او اوښتو زیانونو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.
لیکوال:سعید سمیر








