د طالبانو مخالفو جبهو په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې په تېره یوه میاشت کې د پخواني افغان حکومت ۳۷ تنه پوځیان د طالبانو اړوندو کسانو له خوا وژل شوي دي. د دغو جبهو په وینا، دغه پېښې په کابل او د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې رامنځته شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې وروستۍ پېښه د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ اوسېدونکي او د پخواني حکومت د نظامي ځواکونو غړي عبدالجبار احمدي پورې اړه لري. د ادعا له مخې، نوموړی له پنځو کلونو وروسته له ایران څخه بېرته راغلی و او تېره شپه په تخار ولایت کې د ډزو هدف وګرځېد او ووژل شو.
د طالبانو مخالفې جبهې ادعا کوي چې عبدالجبار احمدي په هدفي ډول په نښه او وژل شوی دی. تر اوسه د دې پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.
طالبانو تر اوسه دغو ادعاوو ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی، او دغه ادعاوې هم د خپلواکو سرچینو له خوا نه دي تأیید شوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








