حاجي نجیبالله، چې د طالبانو له پخوانیو قوماندانانو څخه و او د امریکايي خبریال ډېوېډ رود او د هغه د دوو ملګرو د تښتونې په قضیه کې تورن و، د سېشنبې په ورځ د نیویارک یوې فدرالي محکمې له خوا په ۴۲ کاله بند محکوم شو.
د راپورونو له مخې، د امریکا فدرالي څارنوالانو ویلي چې حاجي نجیبالله او د هغه کسانو په ۲۰۰۸ کال کې ډیویډ رود، د هغه افغان ژباړن او موټرچلوونکی وتښتول او تر اوو میاشتو زیات یې په افغانستان او پاکستان کې په پټو ځایونو کې بندیان وساتل.
د څارنوالانو په وینا، د تښتوونکو موخه دا وه چې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په بدل کې پیسې ترلاسه کړي او همدارنګه د امریکا تر کنټرول لاندې زندانونو څخه د طالبانو یو شمېر بندیان آزاد کړي.
د امریکا څارنوالۍ ویلي چې نجیبالله د اسارت پر مهال یرغمل کسان اړ ایستل چې د خپل ژوندي پاتې کېدو د ثبوت لپاره ویډیوګانې ثبت کړي. په دغو ویډیوګانو کې طالب جنګیالیو د اتومات وسلو په وسیله هغوی ګواښل او یرغمل کسانو له خپلو کورنیو او د امریکا له حکومت څخه غوښتل چې د طالبانو غوښتنې ومني.
د څارنوالۍ په اعلامیه کې راغلي چې یرغمل کسان او د هغوی کورنۍ د اسارت په ټوله موده کې له دې وېرې او اندېښنې سره مخ وو چې ښايي بیا هېڅکله یو بل ونه ویني.
د محکمې د اسنادو له مخې، نجیبالله له ۲۰۰۷ کال راهیسې د میدان وردګ ولایت د طالبانو قوماندان و او په عین وخت کې یې د دې ډلې د غیر رسمي ویاند په توګه هم فعالیت کاوه. څارنوالان وایي چې د هغه تر قوماندې لاندې کسانو د امریکايي ځواکونو پر کاروانونو څو کمیني بریدونه کړي وو چې له امله یې یو شمېر امریکايي سرتېري وژل شوي وو.
د ۲۰۰۸ په نومبر کې، ډېوېډ رود چې هغه مهال د نیویارک ټایمز لپاره کار کاوه، له نجیبالله سره د مرکې لپاره ورغی. خو د څارنوالانو په وینا، د طالبانو کسانو د نجیبالله په امر هغه، ژباړن او موټرچلوونکی وتښتول.
د محکمې د معلوماتو له مخې، وسلهوالو له تښتونې وروسته د هغوی موبایلونه ضبط کړل، لاسونه یې وتړل او سترګې یې ور وتړلې.
څارنوالۍ همدارنګه ویلي چې کله ډېوېډ رود تښتوونکو ته وویل چې امریکايي تبعه دی، د طالبانو یوه غړي په پښتو ویلي وو چې دوی غواړي د هغه وخت د امریکا ولسمشر بارک اوباما ته «یو خونړی پیغام» واستوي.
ډېوېډ رود او د هغه ژباړن له اوو میاشتو اسارت وروسته هغه مهال وتښتېدل چې ساتونکي ویده شوي وو. هغوی د رسۍ په مرسته د بند له ځایه وتښتېدل. رود وروسته د خپلې دغې تجربې کیسه په د «رسۍ او دعا»په نوم یوه کتاب کې خپره کړه.
حاجي نجیبالله د ۲۰۲۰ کال په اکتوبر کې اوکراین ته د سفر پر مهال ونیول شو او وروسته د محاکمې لپاره امریکا ته وسپارل شو.
لیکواله:سلیمه آریایي








