TOOSnews
اعلان
د هرات اوسېدونکي د اوړي په سخته ګرمۍ کې د برېښنا له پرله‌پسې پرې کېدو شکایت لري.
افغانستانټوس نیوز

د هرات اوسېدونکي د اوړي په سخته ګرمۍ کې د برېښنا له پرله‌پسې پرې کېدو شکایت لري.

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د هرات ولایت اوسېدونکي د اوړي په سختو ګرمو ورځو کې د برېښنا له پرله‌پسې پرې کېدو شکایت کوي او وایي، دا ستونزه په داسې حال کې دوام لري چې د هوا تودوخه په ځینو ورځو کې له ۴۰سانتي ګرید درجو څخه هم لوړه شوې ده. هغوی زیاتوي چې تر اوسه د دې ستونزې د هواري لپاره کوم اغېزمن اقدام نه دی شوی.

ځايي سرچینو د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ ۲۸مه، ویلي چې د هرات ښار په بېلابېلو سیمو کې هره ورځ څو ځله برېښنا پرې کېږي. د دوی په وینا، له برېښنا پرې کېدو سره هم‌مهاله په ډېرو سیمو کې د اوبو رسونه هم درېږي، چې د خلکو ستونزې یې لا زیاتې کړي دي.

د اوسېدونکو په خبره، د اوړي په دغو ګرمو ورځو کې د دې وضعیت دوام د خلکو ورځنی ژوند له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی. هغوی وایي، ماشومان، سپین‌ږیري او ناروغان تر نورو ډېر د برېښنا او اوبو د پرې کېدو له ناوړه اغېزو زیانمنېږي.

د هرات اوسېدونکي ټینګار کوي چې د اوړي په موسم کې د برېښنا پرې کېدل او د اوبو کمښت نوې ستونزه نه ده، بلکې هر کال تکرارېږي، خو تر اوسه یې د حل لپاره کومه دوامداره او بنسټیزه لاره نه ده وړاندې شوې.

د دې ولایت اوسېدونکو له طالب چارواکو غوښتي چې د برېښنا او اوبو د دوامدارې برابرونې لپاره جدي او عملي ګامونه پورته کړي او د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د برېښنا پرله‌پسې پرې کېدو، د خلکو د ورځني ژوند تر څنګ، سوداګریز، خدماتي او اقتصادي فعالیتونه هم اغېزمن کړي او د دې وضعیت د دوام په اړه یې د خلکو اندېښنې زیاتې کړي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.