د ننګرهار ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د یوه کور د نړېدو له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر صدیقالله قریشي ویلي، چې دغه پېښه د پنجشنبې په ماښام (د زمري په لومړۍ نېټه) د جلالاباد ښار په «افغان مېنه» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وینا، دغه کور د بارانونو او زړې ودانۍ له امله نړېدلی، چې په پایله کې یې د یوې کورنۍ پنځه غړو، چې پلار او زامن هم پکې شامل دي، ژوند له لاسه ورکړی او یو تن ټپي شوی دی.
د تېرې ورځې بارانونو او سېلابونو په یو شمېر ولایتونو کې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. تر اوسه په لغمان ولایت کې د یوه کس د مړینې او د شپږو نورو د ټپي کېدو راپور ورکړل شوی دی.
سختو سېلابونو همداراز سړکونه او لویې لارې هم ویجاړې کړې دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








