د طالبانو د زابل ولایت امنیه قوماندانۍ وایي، د شاجوی ولسوالۍ په یوه ترافیکي پېښه کې چې نغدې پیسې ترلاسه شوې وې، شاوخوا ۶۴ نیم میلیونه افغانۍ او څه باندې درې زره امریکایي ډالر له قانوني څېړنو وروسته د پیسو اصلي مالک ته سپارل شوي دي.
د یادې قوماندانۍ په وینا، دا پیسې هغه مهال د پېښې په ځای کې د خلکو له لوري راټولې شوې وې، وروسته د موضوع له تثبیت او څېړنو وروسته د زابل د والي په سپارښتنه اړوندو ادارو اقدام وکړ.
د سرچینې په خبره، د پیسو د سپارلو په مراسمو کې د استخباراتو مسوولینو، دیني عالمانو او د اړوندو ادارو استازو حضور درلود، او دا شتمني هغه هلمندی صراف ته وسپارل شوه چې د پیسو مالک پېژندل شوی و.
لیکوال:سعید سمیر








