په ټول هند کې د محصلینو د اوونیو اوونیو پراخو اعتراضونو، سړکونو ته د لاریونوالو د راوتلو او د خوړو اعتصابونو له امله، د دې هېواد د ښوونې او روزنې وزیر، درمندرا پرادان، د شنبې په ورځ (د زمري ۳مه) له خپلې دندې استعفا وکړه. دا استعفا د پوهنتونونو د کانکور ازموینو د پوښتنو د افشا کېدو د راپورونو او د هند د تعلیمي نظام پر کارکردګۍ له سختو نیوکو وروسته شوې ده.
پرادان په هغه پیغام کې چې په «اېکس» ټولنیزه شبکه کې یې خپور کړی، اعلان وکړ چې خپله استعفا یې د هند لومړي وزیر نرندرا مودي ته سپارلې ده. هغه په دې پیغام کې لیکلي چې د تېرو ۱۰ ورځو پرمختګونو دی ژور اندېښمن او خپه کړی دی.
د هند مستعفي د ښوونې او روزنې وزیر دغه راز څرګنده کړې چې د دې پرېکړې موخه د شته وضعیت څخه د مخالفو جریانونه د ناوړه ګټې اخیستنې مخنیوی، د ملي یووالي ساتنه او په اوږدو او پېچلیو حقوقي پړاوونو کې د محصلینو د ایسارېدو مخنیوی دی، ترڅو هغوی وکولای شي پر خپلو زده کړو او راتلونکي پام وکړي.
د ځینو مبصرینو له خوا د پرادان استعفا د ولسي اعتراضونو د مخ پر ودې څپې په وړاندې د نرندرا مودي د حکومت لومړی څرګند شاتګ ګڼل شوی دی. دا اعتراضونه د «کارکوچانو ګوند» په نوم د یوه غورځنګ په محوریت او د بېلابېلو سیاسي ګوندونو د محصلینو د څانګو په ملګرتیا پیل شوي او په وروستیو کلونو کې د هند حکومت ته په یوه ټاکونکي ننګونه بدل شوي دي.
په تېرو اوونیو کې زرګونو محصلینو او اعتراض کوونکو په بېلابېلو ښارونو کې د غونډو، او لاریونونو په جوړولو سره د ښوونې او روزنې د وزیر د ګوښه کېدو او د سراسري ازموینو د جوړښت د اصلاح غوښتنه کړې. د دغو اعتراضونو په تازه پړاو کې، په نوي ډیلي کې د پارلمان ودانۍ لور ته د اعتراض کوونکو د حرکت هڅه د امنیتي ځواکونو له مداخلې سره مخ شوه.
امنیتي ځواکونو د اعتراض کوونکو د خپرولو لپاره له اوښکو بهوونکي ګاز او ډنډو څخه کار واخیست، خو له دې سره سره، ډېری محصلین او اعتراض کوونکي لا هم خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړی او د هند په تعلیمي نظام کې د اصلاحاتو پر پلي کېدو ټینګار کوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








