TOOSnews
اعلان
سرچينې: د بدخشان په زېباک او درايم ولسواليو كې وقفه ييزې نښتې دوام لري.
افغانستانټوس نیوز

سرچينې: د بدخشان په زېباک او درايم ولسواليو كې وقفه ييزې نښتې دوام لري.

۴ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، د بدخشان په درایم او زېباک ولسوالیو کې د طالبانو او ازادۍ جبهې د ځواکونو ترمنځ وقفه‌ییزې نښتې لا هم روانې دي.

د سرچینو په وینا، له تېرو دوو ورځو راهیسې جګړې سختې شوي او طالبانو درایم، زېباک او یفتل پایین ولسوالیو ته تازه ځواکونه استولي دي.

د ازادۍ جبهې د سیاسي کمېټې رییس داوود ناجي ویلي، د زېباک ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې لا هم نښتې دوام لري او د دوی ځواکونو تر ۱۵ ساعتونو پورې پرله‌پسې جګړه کړې ده. هغه ادعا کړې چې په دغو نښتو کې له ۲۰ څخه زیات طالبان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

ناجي د طالبانو هغه ادعاوې رد کړي چې ګواکي د ازادۍ جبهه د بهرنیو ملاتړ لري، او ټینګار یې کړی چې د دوی مبارزه د افغانستان د خلکو د ازادۍ او خپل برخلیک لپاره ده.

بلخوا، د طالبانو د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې په زېباک کې د خپلو پنځو ځواکونو د وژل کېدو خبر ورکړی، په داسې حال کې چې ازادۍ جبهې د خپل یوه سرتېري وژل کېدل تایید کړي دي.

د پوځي چارو کارپوه محمد رادمنش وایي، په بدخشان کې د ناامنیو د زیاتېدو لامل د غیربومي طالب ځواکونو حضور، د طالبانو مخالفو ډلو فعالیتونه او په شمالي ولایتونو کې سیاسي کړکېچ دی.

په تېره یوه اوونۍ کې د بدخشان په لږ تر لږه درېیو ولسوالیو کې د طالبانو او مخالفو وسله‌والو ډلو ترمنځ د نښتو راپورونه خپاره شوي دي. همدارنګه، تېره اوونۍ د سپاهیان میهن جبهې د یفتل پایین ولسوالۍ پر مرکز برید کړی و او د څو ساعتونو لپاره یې د ولسوالۍ ځینې مهمې ادارې تر خپل کنټرول لاندې راوستې وې.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.