د ایران اردو او سپاه پاسداران اعلان کړی چې د امریکا د بریدونو په غبرګون کې یې په بحرین، اردن او کویت کې د امریکايي ځواکونو پر اډو بریدونه کړي دي.
د صداوسیما د راپور له مخې، د ایران اردو ویلي چې د “ډرونونو د بریدونو د یوې څپې” له لارې یې په بحرین کې د امریکايي اډو او د پنځمې سمندري بېړۍ د رادار سیسټمونه په نښه کړي دي.
د دې رسنۍ په وینا، د سپاه پاسداران هوايي ځواک هم اعلان کړی چې د جامد سون لرونکو توغندیو په وسیله یې “څلور مهم اهداف، په شمول د اف-۳۵ جنګي الوتکو ځالې په اردن کې د العرزق هوايي اډه او د امریکا د اردو د قومندانۍ او کنټرول مرکز” په نښه او له منځه وړي دي.
صداوسیما همدارنګه لیکلي چې سپاه پاسداران د کویټ د الجهرا په سیمه کې د امریکا پر اډه هم برید کړی دی.
امریکا تېره شپه، د یوه آپاچي چورلکې د غورځېدو په غبرګون کې چې ایران یې مسوول بللی، په دغه هېواد کې پر ځینو اهدافو بریدونه کړي وو.
د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنټکام) ویلي چې “د امریکا د مرکزي قومندانۍ ځواکونو د امریکا د هوايي ځواک او سمندري ځواک له جنګي الوتکو څخه د دقیقو مهماتو په کارولو سره د ایران د هوايي دفاع، ځمکنيو کنټرولي مرکزونو او د راداري څارنې پر ځایونو چې د هرمز تنګي ته نږدې دي، بریدونه کړي دي.”
سنټکام ویلي چې دا عملیات “په سیمهییزو اوبو کې د تېرېدونکو نړیوالو تجارتي کښتیو او د امریکايي ځواکونو پر ضد د وروستیو بریدونو مناسب ځواب و.”
سنټکام په پای کې ټینګار کړی چې د امریکا پوځ “د ایران د بې دلیله یرغل پر وړاندې د دفاع لپاره چمتو دی.”
دا د ایران او امریکا تر منځ وروستۍ نښته ده چې د هغه اوربند وروسته رامنځته شوې چې د پاکستان په منځګړیتوب ترلاسه شوی و.
په وروستیو اوونیو کې دواړو خواوو څو ځله پر یو بل بریدونه کړي او یو بل یې د اوربند په ماتولو تورن کړي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








