د پاکستان د اطلاعاتو او رسنیو وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد پوځ تېره شپه د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحدي سیمو کې بریدونه ترسره کړي او د دې عملیاتو انځورونه یې هم خپاره کړي دي.
دې وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه بریدونه د هغو کسانو او مرکزونو پر ضد ترسره شوي چې په پاکستان کې د وروستیو بریدونو د طرحه کوونکو په توګه پېژندل شوي دي. د اسلامآباد په وینا، په دې عملیاتو کې د تحریک طالبان پاکستان ۲۶ غړي وژل شوي دي.
له بلې خوا، د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد مخکې تایید کړې وه چې پاکستان د افغانستان دننه پر ځینو هدفونو بریدونه کړي دي.
هغه چهارشنبې د غبرګولي ۲۰مه سهار وختي په ایکس کې په یوه پیغام کې لیکلي چې پاکستان په کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو کې «د ملکي وګړو کورونه بمبار کړي دي».
د طالبانو ویاند همدارنګه د ځینو انځورونو په خپرولو سره ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپینږیری سړی وژل شوي دي.
تر دې وړاندې، سیمهییزو سرچینو د افغانستان په ختیځ او سوېل ختیځ کې د کونړ، خوست او پکتیا ولایتونو کې د څو زورورو چاودنو خبر ورکړی و.
د پاکستان د اطلاعاتو او رسنیو وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي چې دغه عملیات په پاکستان کې د وروستیو بریدونو په ځواب کې ترسره شوي او موخه یې د بریدونو د طرحه کوونکو «پټنځایونه او خوندي مرکزونه» وو.
په اعلامیه کې په پاکستان کې څو امنیتي پېښو ته اشاره شوې، چې پکې د جون نهمې نېټې د موسیدره پر امنیتي پوستې برید، د جون دویمې نېټې په شمالي وزیرستان کې ځانمرګی برید، او د مې نهمې نېټې په بنو کې د پولیسو د پر یوه مرکز برید شامل دي.
اسلامآباد همدارنګه ادعا کړې چې په دې عملیاتو کې څلور هدفونه په بشپړه توګه له منځه وړل شوي دي. د پاکستاني چارواکو په وینا، په دغو هدفونو کې یو روزنیز مرکز، یو پټنځای، د مهماتو یو زېرمتون او د تحریک طالبان پاکستان د دوو قوماندانانو اړوند مرکزونه شامل وو.
د اعلامیې په پای کې ټینګار شوی چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو او پولیسو د ترهګرۍ ضد عملیات به په شدت سره دوام ومومي، څو د دوی په وینا د بهرني ملاتړ لرونکی ترهګریز ګواښ په بشپړه توګه له منځه یووړل شي.
دا بریدونه په داسې حال کې ترسره شوي چې شاوخوا لس ورځې وړاندې د طالبانو د دفاع وزیر، ملا یعقوب مجاهد، له مسکو څخه تر راستنېدو وروسته ویلي وو چې په نږدې راتلونکي کې به پاکستان نور د افغانستان پر خاوره د برید جرئت ونه کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








