کویټ او پاکستان د دفاعي او نظامي همکاریو یوه نوې هوکړه لاسلیک کړې چې له مخې به یې دواړه هېوادونه په پوځي روزنې، لوژستیکي چارو او د استخباراتي معلوماتو په تبادله کې خپلې همکارۍ پراخوي.
د تړون له مخې، دواړو لورو ژمنه کړې چې له یو بل سره شریکېدونکي پټ نظامي معلومات به له درېیم لوري سره نه شریکوي او د دغو معلوماتو محرمیت به خوندي ساتي.
همداراز، د دې هوکړې د پلي کېدو او څارنې لپاره به یوه ګډه پوځي کمېټه جوړه شي چې ټاکل شوې په کال کې یو ځل غونډه وکړي او د همکاریو د پرمختګ ارزونه به ترسره کړي.
دا تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي اړیکو د پیاوړتیا او امنیتي همغږۍ د پراختیا په موخه مهم ګام بلل کېږي.
لیکوال:سعید سمیر








