ځایي سرچینې وایي چې طالبانو په بدخشان ولایت کې د افغانستان ازادۍ جبهې سره له تېرو نښتو وروسته، د شنبې په ورځ، د زمري ۳مه، خپلو ځینو پوستو ته غځېدلي مسیرونو کې ماینونه ځای پر ځای کړي. د دغو سرچینو په وینا، دا اقدام د ناڅاپي بریدونو د مخنیوي په موخه شوی دی.
سرچینې زیاتوي چې دا ماینونه پوستو ته په غځېدلو لارو او د نښتو کرښو ته نږدې سیمو کې ځاي پر ځای شوي دي. سرچینې همدا راز ادعا کړې ده چې یو شمېر دا ماینونه په داسې ډول ایښودل شوي چې د مخالفینو د نږدې کېدو په صورت کې د چاودېدونکو تلو په توګه کار وکړي.
محلي سرچینې وايي، د دغو لارو ماینکاري په زېباګ ولسوالۍ کې له وروستیو نښتو وروسته د طالبانو د امنیتي تدابیرو یوه برخه ده؛ هغه نښتې چې په تېرو ورځو کې د طالب ځواکونو او د افغانستان ازادۍ جبهې ترمنځ دوام درلود.
د افغانستان ازادۍ جبهې تر دې وړاندې اعلان کړی و چې د زېباګ ولسوالۍ د سرحدي کنډک شاوخوا یو شمېر طالب پوستې یې نیولي دي. دې جبهې همدا راز ادعا کړې وه چې په دغو نښتو کې د څو قوماندانو په ګډون ۲۱ طالبان وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان دي.
طالبانو هم په زېباګ ولسوالۍ کې نښته تایید کړې او ویلي یې دي چې ۵ تنه بریدګر وژل شوي دي. له دې سره سره، دغې ډلې د افغانستان ازادۍ جبهې له خوا د خپرو شویو تلفاتو د شمېرو په اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو پوستو ته غځېدلو لارو کې د ماینونو ځای پر ځای کولو ادعا تر اوسه د خپلواکو سرچینو له خوا نه ده تایید شوې. د نړیوال بشردوستانه قانون د اصولو له مخې، د ماینونو کارول په هغه صورت کې چې د ملکیانو ژوند په خطر کې واچوي یا پرته له مناسبو نښو نښانو ترسره شي، د ملکیانو د خوندیتوب له نړیوالو ژمنو سره مغایرت لرلای شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








