TOOSnews
اعلان
محمود مرهون: د طالبانو كړنې د ديني او ملي ارزښتونو خلاف دي.
افغانستانټوس نیوز

محمود مرهون: د طالبانو كړنې د ديني او ملي ارزښتونو خلاف دي.

۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د کابل پوهنتون پخواني استاد محمود مرهون د هرات ولایت کې د وروستیو پېښو، د ښځو د نیولو او د لاریونوالو پر وړاندې د زور کارونې په اړه تند غبرګون ښودلی او دا اقدامات یې له دیني، ملي او انساني ارزښتونو سره په ټکر کې بللي دي.

مرهون په خپل بیان کې ویلي، هغه څه چې د طالبانو له لوري د ښځو د نیولو او د لاریون کوونکو د ځپلو په بڼه ترسره کېږي، نه له اسلام سره سمون لري، نه د پښتونولۍ له اصولو سره برابر دي او نه هم د افغانیت له ارزښتونو سره جوړېږي. د هغه په وینا، دا کړنې د هغه څه څرګندونه کوي چې نوموړي یې «تحریف شوی او سخت دریځی طالبیزم» بللی دی.

نوموړي د هرات وروستیو پېښو ته په اشارې سره ویلي چې دغه ولایت یو ځل بیا د جدي سیاسي او ټولنیز تاوتریخوالي شاهد دی، او د خلکو پر مدني لاریونونو سخت چلند د تاریخي حافظې هغه پاڅونونه را ژوندي کوي چې د ظلم پر ضد ترسره شوي وو. هغه ټینګار کړی چې په دغه ولایت کې د خلکو له افغاني ارزښتونو سره د ټکر پېښې زیاتې شوي دي.

مرهون د اعتراضونو د ځپلو طریقې په کلکه غندلي او ویلي یې دي چې د خلکو د غږ په ځواب کې له وسلې کار اخیستل د انساني حقونو ښکاره نقض دی.

هغه د تاریخ له تجربو په استناد ویلي چې هر استبدادي نظام که څه هم د زور له لارې موقتي کنټرول ترلاسه کړي، خو دوام نه شي کولی. د هغه په وینا، زورواکي تل لنډمهاله وي او په پای کې د خلکو اراده برلاسي کېږي، ځکه ملتونه په جبر نه ماتېږي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.