TOOSnews
اعلان
محقق: په هرات کې د ښځو او نجونو نیول د هغوی پر عزت او حیثیت ښکاره تېری دی.
افغانستانټوس نیوز

محقق: په هرات کې د ښځو او نجونو نیول د هغوی پر عزت او حیثیت ښکاره تېری دی.

۲۱ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

محمد محقق د وحدت اسلامي ګوند مشر، په هرات کې د ښځو او نجونو نیول «د هېواد د ښځو پر کرامت او حیثیت ښکاره تېری» وباله او د دې اقدام د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړ.

محقق په خپلو څرګندونو کې د هرات ښار د یو شمېر ښځو او نجونو د نیولو په اړه خپرو شویو راپورونو ته په اشارې سره وویل چې دا اقدام له اسلامي، انساني او اخلاقي اصولو سره په ټکر کې دی او غوښتنه یې وکړه چې له دې ډول چلندونو له سره غور وشي.

هغه د هرات وروستیو پېښو ته په اشاره ویلي چې د ښځو د نیولو پر ضد د دغه ښار د یو شمېر اوسېدونکو سوله‌ییز لاریونونه له تاوتریخجن چلند سره مخ شوي دي.

د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند مشر د موجودو راپورونو په حواله ادعا وکړه چې د دغو اعتراضونو پر مهال یو شمېر لاریونوال ټپیان شوي او ځینو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

محقق ټینګار وکړ چې د خلکو پر حیثیت، حقونو او ناموس تېری د شته ستونزو د حل لار نه شي کېدای، بلکې دا ډول کړنې یوازې د کړکېچونو د پراخېدو، د عامه ناخوښۍ د زیاتېدو او د ټولنیزو درزونو د ژورېدو لامل ګرځي.

هغه له طالبانو وغوښتل چې له تاوتریخوالي او جبري چلندونو څخه ډډه وکړي او د معقولو، قانوني او د وګړو د حقونو او انساني کرامت پر درناوي ولاړو لارو چارو په خپلولو سره د سولې، ثبات او ملي یووالي فضا رامنځته کړي.

تر اوسه د طالبانو چارواکو د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

لیکواله:سلیمه آریایی

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.