د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، اسلاماباد باید خپلې کورنۍ امنیتي ستونزې پر افغانستان ونهتپي.
مجاهد د جمعې په ورځ وویل، په پاکستان کې ناامني د څو لسیزو پخوانۍ ستونزه ده او د طالبانو له واکمنۍ سره هېڅ تړاو نه لري. هغه ټینګار وکړ چې طالبان پر خپلې ژمنې ولاړ دي او اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول شي.
دا غبرګون وروسته له هغې څرګند شو چې اسحاق ډار د شانګهای همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې له غړو هېوادونو وغوښتل، طالبان دې وهڅوي څو د ترهګرۍ پر ضد خپلې ژمنې عملي او په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو پناه ځایونه له منځه یوسي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو، له افغانستان څخه راولاړېدونکی د ترهګرۍ ګواښ د پاکستان لپاره یوه جدي امنیتي ننګونه ده.
طالبانو یو ځل بیا په افغانستان کې د هر ډول وسلهوالو یا «ترهګرو» ډلو حضور رد کړی، خو یو شمېر نړیوالو سازمانونو په خپلو راپورونو کې ویلي چې په افغانستان کې لا هم ځینې وسلهوالې ډلې فعالیت لري.
لیکوال:سعید سمیر








