TOOSnews
اعلان
د لندن مسلمان ښاروال د نتنیاهو د نیولو د حکم د عملي کېدو غوښتنه وکړه.
نړۍټوس نیوز

د لندن مسلمان ښاروال د نتنیاهو د نیولو د حکم د عملي کېدو غوښتنه وکړه.

۳ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د لندن مسلمان ښاروال،صادق خان، اعلان کړی چې که د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو بریټانیا ته سفر وکړي، نو د بریټانیا له حکومت څخه به وغواړي چې د جرمونو نړیوالې محکمې له خوا صادر شوی د نیولو حکم عملي کړي. هغه ټینګار کړی هغه کسان چې له جدي نړیوالو تورونو سره مخ دي، باید د عدالت پر وړاندې ځواب ووایي.

د لندن ښاروال د پنجشنبې په ورځ، د زمري لومړۍ نېټه، له برېټانوي خبري شبکې چهار نیوز چینل سره په خبرو کې وویل: «هغه کسان چې د نسل‌وژنې په تور تورن دي، باید په لندن کې حضور ونه لري.» هغه زیاته کړه چې له د بریټانیا له لومړي وزیر څخه به وغواړي چې ډاډ ترلاسه کړي چې د هېواد قوانین پلي کېږي او که نتانیاهو بریټانیا ته داخل شي، د جرمونو نړیوالې محکمې حکم له پامه ونه غورځول شي.

د جرمونو نړیوالې محکمې د ۲۰۲۴ کال د نومبر په میاشت کې د بنیامین نتانیاهو او د اسراییل د پخواني دفاع وزیر یوآف ګالانت د نیولو حکم د غزې د جګړې په تړاو د جنګي جرمونو او د بشریت ضد جرمونو د ارتکاب په تور صادر کړ. اسراییل دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د دې محکمې صلاحیت نه مني.

د بریټانیا حکومت تر دې وړاندې ویلي وو چې د جرمونو نړیوالې محکمې پر وړاندې خپلو ژمنو ته ژمن دی، او که هر هغه څوک چې د دې محکمې د نیولو حکم پرې صادر شوی وي، بریټانیا ته داخل شي، نو د کورنیو قوانینو او نړیوالو ژمنو له مخې به ورسره چلند وشي.

د صادق خان دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د جرمونو نړیوالې محکمې د نیولو حکم د نتانیاهو پر وړاندې لا هم د روم د اساسنامې د غړو هېوادونو، د بریټانیا په ګډون، له حقوقي پلوه معتبر ګڼل کېږي. خو په عملي توګه د دې ډول حکمونو پلي کېدل د دولتونو همکارۍ او د هر هېواد د مسؤلو چارواکو پرېکړو پورې تړاو لري.

تر دې مخکې، د نیویارک مسلمان ښاروال زهران ممداني هم ویلي وو چې که نتانیاهو دې ښار ته سفر وکړي، د جرمونو نړیوالې محکمې د نیولو حکم له پلي کېدو به ملاتړ وکړي. خو هغه وروسته څرګنده کړه چې د نیویارک ښاروالۍ قانوني واک نه لري چې د اسراییل لومړی وزیر ونیسي، او د داسې حکم عملي کول، که قانوني بنسټ موجود وي، د امریکا د فدرالي حکومت د صلاحیت برخه ده.

نتانیاهو د جرمونو نړیوالې محکمې د نیولو د حکم له صادرېدو وروسته څو هېوادونو ته سفر کړی دی. هغه د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په لومړیو کې هنګري ته ولاړ او د دغه هېواد له لومړي وزیر ویکتور اوربان سره یې ولیدل. دا د نیولو حکم له صادرېدو وروسته د جرمونو نړیوالې محکمې د یوه غړي هېواد ته د هغه لومړنی سفر و.

د هنګري حکومت هغه مهال اعلان کړی و چې نتانیاهو به نه نیسي، او هم‌مهاله یې د جرمونو نړیوالې محکمې څخه د وتلو بهیر پیل کړ. خو وروسته له سیاسي بدلونونو، د هنګري منتخب لومړي وزیر پیټر ماګیار اعلان وکړ چې نوی حکومت به له دې محکمې څخه د وتلو بهیر ودروي.

ماګیار په بوداپست کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دا موضوع یې په ښکاره ډول بنیامین نتانیاهو ته رسولې ده، او ټینګار یې وکړ چې هر هغه کسان چې د جرمونو نړیوالې محکمې له خوا تر تعقیب لاندې وي، که د هنګري خاورې ته داخل شي، د دې هېواد د قوانینو له مخې به د نیولو له حکم سره مخ شي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.