TOOSnews
اعلان
ناجي: طالبان د پناه غوښتنې د قانون د طرحې له لارې د بهرنیو جنګیالیو د حضور لپاره د پوښښ رامنځته کولو هڅه کوي.
افغانستانټوس نیوز

ناجي: طالبان د پناه غوښتنې د قانون د طرحې له لارې د بهرنیو جنګیالیو د حضور لپاره د پوښښ رامنځته کولو هڅه کوي.

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

داوود ناجي، د «افغانستان د آزادۍ جبهې» د سیاسي دفتر مشر، وايي چې طالبان د پناه غوښتنې د قانون د طرحې له لارې غواړي په هېواد کې د بهرنیو جنګیالیو د حضور لپاره پوښښ برابر کړي.

ناجي د دوشنبې په شپه (۲۹ سرطان) په ایکس کې د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو دغه قانون به افغانستان د «ترهګرو او نړیوالو مجرمینو لپاره پر یوه خوندي ځای» بدل کړي.

د «افغانستان د آزادۍ جبهې» د سیاسي دفتر مشر ویلي: «طالبان د پناه غوښتنې د قانون د طرحې له لارې غواړي د زرګونو بهرنیو جنګیالیو، چې د القاعدې غړي، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، اویغوران او نور نړیوال ترهګر پکې شامل دي، لپاره مناسب پوښښ او زمینه برابره کړي.»

ناجي زیاته کړې: «دغه قانون به افغانستان د ټولو ترهګرو او نړیوالو مجرمینو لپاره پر یوه مناسب او خوندي ځای بدل کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په دې وروستیو کې په افغانستان کې د «پناه غوښتنې قانون» د مسودې د چمتو کولو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت تېره چهارشنبه (۲۴ سرطان) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د پناه غوښتنې قانون مسوده د کډوالو چارو، بهرنیو چارو، کورنیو چارو، عدلیې وزارتونو، د طالبانو استخباراتو ریاست او سترې محکمې ترمنځ په همکارۍ چمتو شوې ده.

د طالبانو د کډوالو وزیر عبدالرحمن رشید ویلي، چې د پناه غوښتنې په قانون کې به «شرعي او اسلامي حقوق، د پناه غوښتنې حق او د پناه غوښتونکو ملاتړ» په پام کې نیول کېږي.

خو تر اوسه دغه قانون د طالبانو د مشر له خوا نه دی توشیح شوی او جزیات یې لا هم روښانه نه دي.

په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو شتون د هېواد د وګړو، ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې له جدي اندېښنو څخه دی.

که څه هم طالبان په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو شتون ردوي، خو د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرپلټونکي دفتر (SIGAR) په خپل یوه وروستي راپور کې دغه موضوع تایید کړې ده.

د سیګار د راپور له مخې چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد په میاشت کې خپور شوی، د داعش خراسان څانګه شاوخوا دوه زره جنګیالي لري، تحریک طالبان پاکستان (TTP) له شپږ زرو ډېر جنګیالي لري، او د القاعدې شبکې له ۳۰ تر ۶۰ اصلي غړي او ۱۲ لوړپوړي مشران په افغانستان کې حضور لري.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.