TOOSnews
اعلان
طبيعي پېښو د هېواد په ۱۵ ولايتونو كې درانه زيانونه اړولي.
افغانستانټوس نیوز

طبيعي پېښو د هېواد په ۱۵ ولايتونو كې درانه زيانونه اړولي.

۵ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو تر ادارې لاندې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې ویلي، چې تېره اونۍ د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۳۴ کسان مړه او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.

د دغې ادارې د ویاند په وینا، په یادو طبیعي پېښو کې ۴۴۶۲ کورنۍ زیانمنې شوي او ۲۳۲ نورې کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودو ته اړې شوي دي.

د معلوماتو له مخې، په کابل، پکتیا، پروان او یو شمېر نورو ولایتونو کې ۲۶۶ کورونه په بشپړ ډول او ۸۱۷ نور کورونه په نسبي ډول ویجاړ شوي دي.

همدارنګه، سېلابونو او بارانونو له ۷ زره جریبو څخه ډېره کرنیزه ځمکه او حاصلات هم په بشپړ ډول له منځه وړي، چې له امله یې خلکو ته درانه مالي او کرنیز زیانونه اوښتي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.