د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم ویلي، په افغانستان کې د ټولو پرمختګونو بنسټ د طالبانو اوسنی «شرعي نظام او سیاست» دی او د دغه نظام د پیاوړتیا لپاره یې پر اطاعت او د طالبانو د مشر د فرمانونو پر عملي کولو ټینګار کړی.
ندیم دا څرګندونې پکتیا ولایت ته د خپل سفر پر مهال د پوهنې ریاست له لوري د ښوونکو لپاره په جوړ شوي یو ورځني سمینار کې کړې. هغه وویل، د «شرعي امیر» شتون واجب او «الهي رحمت» دی او په ټولو چارو کې یې اطاعت لازمي ګڼل کېږي. نوموړي زیاته کړه چې د شرعي امیر مسوولیتونه درانه دي او د اسلامي نظام ټول چارواکي باید صادق او مخلص واوسي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ښوونکو ته سپارښتنه وکړه چې د طالبانو د مشر فرمانونه او حکمونه زده او عملي کړي. هغه همداراز د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون پر پلي کولو ټینګار وکړ او ادعا یې وکړه چې د دنیا او اخرت بریا د اسلامي او شرعي سیاست په ښه پلي کېدو کې ده.
په همدې حال کې، د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده په کندهار کې د ښار او ولسوالیو له یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو سره په غونډه کې د «اسلامي نظام» د ټینګښت او پیاوړتیا په اړه خبرې کړي دي.
د طالبانو د ویاند په خبرپاڼه کې راغلي چې هبتالله اخوندزاده دیني عالمانو ته سپارښتنه کړې چې د طالبانو له ادارې سره بشپړه همکاري وکړي، خلک له «عبثو کارونو» راوګرځوي، د زدهکوونکو ښوونې او روزنې ته پاملرنه وکړي او د طالبانو فرمانونه او قوانین خلکو ته ورسوي او اهمیت یې ورته بیان کړي.
لیکوال:سعید سمیر








