د پخواني جمهوري نظام د کابینې غړي، نور رحمان اخلاقي، ویلي چې په بدخشان ولایت کې وروستي بریدونه په افغانستان کې د طالبانو د کمزورۍ او زوال د یوه نوي پړاو نښه ده.
اخلاقي د شنبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي چې د طالبانو د ظلم او دهشت دوره پای ته رسېدلې او دغه ډله نور نه شي کولای خپل حاکمیت دوامدار وساتي.
هغه زیاته کړې چې طالبانو په تېرو شلو کلونو کې د جګړې له لارې د افغانستان ګڼ طلایي فرصتونه له منځه یووړل او اوس هم په کورنۍ او نړیواله کچه د مشروعیت په ترلاسه کولو کې پاتې راغلي دي.
نوموړي همداراز پر سیاسي او رسنیزو فعالانو غږ کړی چې د افغانستان د ازادۍ، ثبات او ابادۍ لپاره یو موټی شي او د هېواد د راتلونکي لپاره خپل رول ولوبوي.
لیکوال:سعید سمیر








