د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، د هېواد حیاتي بنسټونه د خلکو د ژوند «شریانونه» دي او پر دغو بنسټونو د برید یا ګواښ هڅې د ځواک څرګندونه نه، بلکې د یوه ملت د ارادې پر وړاندې د بې وسۍ او ناهیلۍ نښه ګڼل کېږي.
پزشکیان زیاته کړه، چې د ټرانسپورټي شبکو، برېښنا او اوبو په څېر مهمو تاسیساتو په نښه کول د خلکو پر ورځني ژوند مستقیم اغېز کوي، خو دا ډول فشارونه به د ایران د خلکو اراده کمزورې نه کړي.
هغه ټینګار وکړ چې ایران به د خپلو متخصصینو پر پوهې او وړتیاوو، ملي یووالي او پیوستون په تکیه سره د هر ډول فشار، ګواښ او ننګونې پر وړاندې مقاومت وکړي او خپلو پرمختیایي او بنسټیزو چارو ته به دوام ورکړي.
لیکوال:سعید سمیر








