د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي چې طالبان په افغانستان کې لا هم داسې شرایط برابروي چې ځینې ترهګریزې ډلې وکولای شي خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
د روسیې دولتي خبري اژانس «ټاس» د سې شنبې د غبرګولي ۱۹مه راپور ورکړی چې د دغه وزارت د نوو ننګونو او ګواښونو د څانګې مشر پیټر ایلیچف ویلي، اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ ترهګریزې ډلې شتون لري چې د غړو شمېر یې له ۲۰ زرو تر ۲۳ زرو پورې اټکل کېږي.
د هغه په وینا، د افغانستان امنیتي وضعیت لا هم کړکېچن دی او دغه هېواد په ځانګړي ډول د خپلو ګاونډیو هېوادونو لپاره یو جدي امنیتي ګواښ ګڼل کېږي.
پیټر ایليچف دا څرګندونې د ګډو خپلواکو هېوادونو د ترهګرۍ ضد ادارو د مشرانو په نولسمه غونډه کې کړي دي.
دغه روسي چارواکي همدارنګه د ترهګریزو ډلو له خوا نوې ټکنالوژۍ ته د لاسرسي په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د سپوږمکۍ پر بنسټ د تجارتي اړیکو سیستمونو کارول او د مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې هڅې نوې امنیتي اندېښنې راپورته کوي.
هغه زیاته کړې چې له پولې هاخوا د بریدونو خطر او د دغو ډلو منظمې هڅې د زیانمنو او کمزورو قشرونو د جذب او افراطیت ته د اړولو لپاره د ګاونډیو هېوادونو لپاره جدي ګواښ دی.
د هغه په وینا، د ترهګریزو ډلو او منظمو جرمې شبکو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا هم یوه بله جدي امنیتي ستونزه ده. هغه ویلي چې دغه ډلې د خپلو عوایدو مهمه برخه د مخدره توکو له قاچاق، د وسلو له غیرقانوني سوداګرۍ، د قیمتي ډبرو او فلزاتو له قاچاق او همدارنګه د وحشي ژوو له قاچاق څخه ترلاسه کوي.
د طالبانو چارواکو تر دې وړاندې څو ځله ټینګار کړی چې هېڅ ترهګریزې ډلې ته د افغانستان په خاوره کې د فعالیت اجازه نه ورکوي او اجازه به ورنه کړي چې د دغه هېواد له خاورې د بل هېواد پر ضد کار واخیستل شي.
خو له بلې خوا، د ملګرو ملتونو او د سیمې د استخباراتي ادارو بېلابېل راپورونه لا هم په افغانستان کې د داعش خراسان او ځینو نورو وسلوالو ډلو د شتون او فعالیت یادونه کوي.
روسیې په بېلابېلو سیمهییزو غونډو کې، لکه د ګډ امنیتي تړون سازمان، د خپلواکو هېوادونو د ګډو همکاریو ټولنې او د مسکو فارمټ غونډو کې، څو ځله ټینګار کړی چې افغانستان باید د ترهګریزو ډلو په پناه ځای بدل نه شي. همدارنګه یې د منځنۍ اسیا د هېوادونو د جنوبي پولو د امنیت د پیاوړتیا لپاره وړاندیزونه کړي دي.
په داسې حال کې چې روسیې او طالبانو څو ورځې وړاندې د نظامي ـ تخنیکي همکاریو یو تړون لاسلیک کړی. دغه تړون د غبرګولي په شپږمه د مسکو د نړیوال امنیتي فورم په څنډه کې د روسیې د امنیت شورا د سکرتر سرګې شویګو او د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد ترمنځ لاسلیک شو.
ملا یعقوب مجاهد د خپل مسکو سفر پر مهال ویلي وو: «له روسیې سره همکاري زموږ لپاره ډېره مهمه ده. افغانستان او روسیه تاریخي او اوږدې اړیکې لري او موږ د دغو همکاریو د پراخېدو غوښتونکي یو.»
همدارنګه د طالبانو د دفاع وزیر د خپل دغه سفر پر مهال په مسکو کې د روسیې د امنیت شورا له سکرتر سره لیدنه او خبرې اترې هم کړې وې.
لیکواله:سلیمه آریایي








