عبدالرب الرسول سیاف، د جهادي مشرانو له ډلې، طالبان تورن کړي چې د «قرآن له لارې» اوښتي او له خلکو سره د تاوتریخوالي پر چلند یې نیوکه کړې ده.
سیاف په یوه پیغام کې چې طالبانو ته یې استولی، لیکلي: «له خدایه وډار شئ، تاسو د قرآن له لارې اوښتي یاست. قرآن په داسې طریقه لارښوونه کړې چې حکمت، نرمي او ښه وینا پکې وي، نه د ټوپک په زور.»
داسې ښکاري چې دا څرګندونې په هرات کې د یو شمېر ښځو د نیولو او همدارنګه د طالبانو له خوا د دغه ولایت د ولسي اعتراضونو د ځپلو په غبرګون کې شوې دي.
دغه جهادي مشر په خپله لیکنه کې چې په ټولنیزې شبکې ایکس خپره شوې، ټینګار کړی چې قرآن تشویق او ستاینه تر ګواښ او سپکاوي غوره بولي.
هغه همدارنګه طالبانو ته ویلي: «بیا هم له خدایه وډار شئ او له وهلو ټکولو او د خلکو له وژلو لاس واخلئ، که نه نو د دې عمل سزا به ستاسو لپاره په دنیا او آخرت کې درنه وي.»
په وروستیو ورځو کې راپورونه خپاره شوي چې د افغانستان په بېلابېلو ښارونو، په ځانګړي ډول هرات کې، یو شمېر ښځې نیول شوي دي. دا اقدامات د سیمې د اوسېدونکو له اعتراضونو سره مخ شوي دي.
د راپورونو له مخې، طالبانو دغه اعتراضونه د هرات په جبریل سیمه کې په زور ځپلي چې په پایله کې یې یو کس وژل شوی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
یو شمېر افغان سیاستوالو او د بشري حقونو بنسټونو هم د ښځو نیول او له اعتراض کوونکو سره تاوتریخوالی غندلی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








