TOOSnews
اعلان
سرچینې: په بدخشان کې د طالبانو د یوې پوستې قوماندان وژل شوی.
افغانستانټوس نیوز

سرچینې: په بدخشان کې د طالبانو د یوې پوستې قوماندان وژل شوی.

۳ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

بدخشان ولایت مې ځايي سرچینې وايي، فریدالله وحدت، چې د طالبانو د یوې سرحدي پوستې د بلوک قوماندان و، له مخالفو ځواکونو سره د نښتې په ترڅ کې وژل شوی دی. د دغو سرچینو په وینا، نښته د پنجشنبې ورځې ماښام په زیباک ولسوالۍ کې پیل شوې او د دې راپور تر خپرېدو پورې لا هم روانه ده.

د طالبانو چارواکو تر اوسه د دې نښتې او د دغه قوماندان د وژل کېدو د راپورونو په اړه کومه څرګندونه نه ده کړې. خو ځايي سرچینو یو انځور خپور کړی چې ویل کېږي د فریدالله وحدت جسد دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، نښته د زیباک ولسوالۍ په توپخانې سیمه کې، چې د پاکستان پولې ته نږدې ده، پیل شوې ده. د دوی په وینا، د طالبانو مخالفو ځواکونو د دې ډلې پر پوستو برید کړی او جګړې څو ساعته دوام کړی ده. له یوې لنډې وقفې وروسته، نښته بېرته پیل شوې ده.

ځايي سرچینې وايي، د دې نښتې د تلفاتو کره شمېر تر اوسه نه دی معلوم، خو طالبان په دې جګړه کې له مرګ‌ژوبلې سره مخ شوي دي. تر اوسه د خپلواکو سرچینو یا طالب چارواکو له خوا کوم رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

د سرچینو په وینا، د تېرو نښتو پر خلاف، دا ځل دواړه لوري په څو جبهو کې مخامخ جګړه کوي او ډزې لا هم روانې دي. همداراز، دواړو خواوو د خپلو سنګرونو د پیاوړتیا لپاره نور ځواکونه د جګړې کرښو ته لېږلي دي.

تر اوسه په رسمي ډول د دغه برید مسؤل د ډلې هویت نه دی څرګند شوی. خو ځايي سرچینې وايي، د طالبانو مخالف ځواکونه د زیباک ولسوالۍ په غرنیو سیمو کې حضور لري او نښتې لا هم په څو جبهو کې دوام لري.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.