ځايي سرچینو رسنیو ته ویلي چې د طالبانو ځواکونو د وروستیو لاریونونوو پر مهال د ټپي شویو کسانو او لاریون کوونکو د نیولو لپاره د هرات یو شمېر روغتونونو ته مراجعه کړې ده.
د دغو سرچینو په وینا، طالبانو یو شمېر لاریون کوونکي هم نیولي دي، خو تر اوسه د نیول شویو کسانو کره شمېر نه دی خپور شوی او د هغوی د وضعیت په اړه نور جزئیات هم نه دي ورکړل شوي.
ځايي سرچینې زیاتوي چې طالبانو د هرات د جبرئیل سیمې ته د نورو ځواکونو په لېږلو سره په ښار کې امنیتي تدابیر سخت کړي دي. د دوی په خبره، د امنیتي ځواکونو پراخ حضور د ښار فضا امنیتي او پوځي بڼه خپله کړې ده.
د سې شنبې په ورځ د هرات د جبرئیل سیمې د ولسي لاریونونو پر مهال طالبانو پر لاریون کوونکو ډزې کړي. عیني شاهدان او ځايي سرچینې وایي چې په دې پېښه کې څو کسان ټپیان شوي دي.
د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې، د سې شنبې ورځې لایونونه د طالبانو له لوري د ښځو د نیولو د لړۍ پر ضد پیل شوي وو. سرچینې وایي چې طالبانو د لاریون کوونکو د خورولو لپاره ډزې وکړې او اعتراضي غونډې یې ودرولې.
د طالبانو چارواکو تر اوسه د دغو راپورونو او په هرات کې د وروستیو پېښو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
لیکواله:سلیمه آریایي








