په قطر کې د طالبانو سفیر،سهیل شاهین، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د طالبانو د کړنو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د وروستیو نیوکو په غبرګون کې وویل چې دې ډلې له بهرنۍ مرستې پرته له هغو کسانو سره مبارزه کړې چې دوی یې «فتنه ګرې ډلې» بولي. هغه همداراز ټینګار وکړ چې طالبان غواړي له ټولو هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
شاهین د پنجشنبې په ورځ له «امید راډیو» سره، چې د طالبانو اړوند رسنۍ ده، په مرکه کې وویل چې طالبان متوازنه تګلاره تعقیبوي او د خپلو ارزښتونو او اصولو په ساتلو سره غواړي له ټولو هېوادونو سره اړیکې ټینګې او پراخې کړي.
هغه زیاته کړه چې افغانستان د بیا رغونې او اقتصادي پرمختګ لپاره د نړیوالې ټولنې همکارۍ ته اړتیا لري، او له همدې امله طالبان غواړي له بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو سره خپلې اړیکې وساتي او پراخې یې کړي.
په قطر کې د طالبانو سفیر همداراز وویل چې دې ډلې د وسله والو ډلو پر وړاندې په مبارزه کې پر هېڅ هېواد تکیه نه ده کړې، بلکې په خپلواکه توګه یې ورسره مقابله کړې ده. هغه وویل چې له «فتنه ګرو ډلو» څخه یې موخه د داعش خراسان څانګه ده.
«امید راډیو» هم ادعا وکړه چې امریکا غواړي د وسله والو ډلو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له طالبانو سره همکاري وکړي، خو تر اوسه هېڅ امریکايي چارواکي دا ادعا په رسمي توګه نه ده تایید کړې.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ له «امریکا غږ» سره په خبرو کې وویل چې طالبان په دوامداره توګه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپلو ژمنو په پوره کولو کې پاتې راغلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همداراز ټینګار وکړ چې د دې وضعیت له امله افغانستان یو ځل بیا د افراطي ډلو لپاره پر خوندي پناه ځای بدل شوی او د ترهګریزو بریدونو د پلان او ترسره کولو لپاره ترې استفاده کېږي. دغه وزارت طالبان هم تورن کړل چې اجازه یې ورکړې هغه تاوتریخوالی دوام وکړي چې د سیمې د بې ثباتۍ لامل ګرځي.
لیکواله:سلیمه آریایي








