TOOSnews
اعلان
طالبانو په هرات كې د رسالت ښوونځي د ښوونكو ټليفونونه پلټلي.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو په هرات كې د رسالت ښوونځي د ښوونكو ټليفونونه پلټلي.

۲۱ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د هرات ولایت څخه سرچینې وایي، طالبانو د چهارشنبې په سهار د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د ښوونکو موبایلونه پلټلي او د هغوی د ټولنیزو رسنیو فعالیتونه یې څارلي دي.

د سرچینو په وینا، طالبانو د هرات ښار د رسالت ښوونځي درې ښوونکي د ټولنیزو رسنیو د فعالیتونو د پلټنې وروسته له ځان سره بیولي دي.

سرچینې زیاتوي چې طالبان د هغو مطالبو، پوسټونو او خبرونو د څارنې هڅه کوي چې د دوی پر ضد ګڼل کېږي. د معلوماتو له مخې، په ښوونځیو کې د ښوونکو د ټولنیزو شبکو او د واټس‌اپ ګروپونو فعالیتونه هم تر څار لاندې نیول شوي دي.

بلخوا، د نیمروز یو شمېر اوسېدونکو په خپلو پیغامونو کې ویلي چې طالبانو د تلاشۍ په بېلابېلو پوستو کې د خلکو د موبایلونو پلټنه پراخه کړې او دا لړۍ له پرون راهیسې لا پسې زیاته شوې ده.

تر اوسه طالبانو په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.