طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس احمدالله متقي له دندې ګوښه کړی دی. احمدالله متقي د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ورور دی او له څو کلونو راهیسې یې په دغه ریاست کې دنده ترسره کوله.
د سرچینو په وینا، د احمدالله متقي د ګوښه کېدو لامل تر اوسه نه دی روښانه شوی. همدارنګه، د هغه پر ځای د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال عتیقالله عزیزي د هرات د اطلاعاتو او کلتور د نوي رییس په توګه ټاکل شوی دی.
تر اوسه دا هم نه ده معلومه چې احمدالله متقي به کومې بلې دندې ته وګومارل شي که نه.
دا بدلون داسې مهال رامنځته کېږي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له تېرې یوې اونۍ راهیسې په قطر کې دی او لا هم کابل ته نه دی ستون شوی. د سرچینو په وینا، نوموړی د قطر د پخواني امیر د مړینې په مناسبت دوحې ته تللی و، خو وروسته یې هلته د استوګنې موده غځولې ده.
سرچینې زیاتوي چې امیرخان متقي هڅه کوي په قطر کې خپله پخوانۍ اقامه تمدید کړي او د سترګو د ناروغۍ له امله هم هلته درملنه وکړي.
لیکوال:سعید سمیر








