TOOSnews
اعلان
طالبانو په کابل کې د زرقا یفتلي دفتر وتاړه او د هغې شپږ کارکوونکي یې له ځان سره بوتلل.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو په کابل کې د زرقا یفتلي دفتر وتاړه او د هغې شپږ کارکوونکي یې له ځان سره بوتلل.

۲ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

سرچینې وایي، طالبانو پنځه ورځې مخکې په کابل کې د «د ښځو او ماشومانو د حقونو د څېړنیزې ادارې» پر دفتر، چې مشري یې زرقا یفتلي کوي، چاپه وهلې او د دې ادارې شپږ کارکوونکي یې نیولي او له ځان سره وړي دي.

د سرچینو په وینا، تر اوسه د دغو کسانو د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نشته او معلومه نه ده چې هغوی په کوم وضعیت کې دي.

د دې ادارې یوې باخبره سرچینې ویلي، چې طالب ځواکونو د کارکوونکو تر نیولو سربېره، د ادارې وسایل، اسناد او نور کاري تجهیزات هم ضبط کړي دي.

«د ښځو او ماشومانو د حقونو څېړنیزه اداره» د ښځو او ماشومانو د حقونو په برخه کې فعالیت کاوه، او پروګرامونه یې روزنه، دادغوښتنه، څېړنې او د ښځو او ماشومانو د وضعیت په اړه د څېړنیزو راپورونو چمتو کول شامل وو.

د دې ادارې مشره، زرقا یفتلي، د ۱۴۰۴ لمریز کال د جدې په میاشت کې د ۲۰۲۶ کال د «زاید نړیوالې جایزې د انساني ورورولۍ» ګټونکې شوه.

طالبانو تر اوسه د دې راپور او د سرچینو له لوري د شویو ادعاوو په اړه هېڅ غبرګون یا رسمي څرګندونه نه ده کړې.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.