د طالبانو د شمال لوېدیځ زون د پنځو ولایتونو واليانو، امنیه قوماندانانو، د استخباراتو مسوولانو او د نظامي محاکمو مشرانو د بلخ په کوربهتوب د همغږۍ اتمه ګډه غونډه کړې او د امنیت، ادارې او حکومتولۍ اړوند موضوعات یې ارزولي دي.
د بلخ ولایت د طالبانو د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، غونډه د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا په مشرۍ جوړه شوې وه. په غونډه کې د سرپل، جوزجان، سمنګان او فاریاب والیانو، د ۲۰۹ الفتح قول اردو مرستیال او د شمال زون د نظامي محاکمو رییسانو هم ګډون کړی و.
د طالبانو د شمال زون د نظامي محکمې رییس مفتي حفیظ الله محمدي ویلي، د اسلامي نظام د ساتنې لپاره د مسوولانو ګډ مسوولیت د خلکو خدمت، د ولس د باور ترلاسه کول او د خلکو او حکومتي ادارو ترمنځ د واټن کمول دي.
همدارنګه، د بلخ ولایت د مقام د دفتر رییس مولوي فضل ربي فضلي د تېرې غونډې د پرېکړو د عملي کېدو راپور وړاندې کړی او ویلي یې دي چې د همغږۍ په دې ناسته کې د اوو زونونو اړوند نوي موضوعات هم د بحث لپاره شریک شوي دي.
د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا دا ډول غونډې د ادارې د پیاوړتیا، د هبتالله اخوندزاده د فرمانونو د عملي کېدو، د خلکو ستونزو ته د رسېدو، د نشهیي توکو پر ضد د مبارزې، د امنیتي وضعیت د ارزونې او د ولایتونو ترمنځ د همغږۍ د پراخولو لپاره مهمې بللې دي. هغه له ګډونوالو غوښتي چې خپلې نیمګړتیاوې او ستونزې په روښانه ډول مطرح کړي، څو د حل لپاره یې ګډې پرېکړې وشي.
دا د شمال لوېدیځ زون د چارواکو د همغږۍ اتمه غونډه ده چې د طالبانو د ادارې په وینا، د اړوندو ولایتونو ترمنځ د امنیتي او اداري مسایلو د همغږۍ لپاره ترسره کېږي.
دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوې چې په وروستیو ورځو کې د طالبانو وسلهوالو مخالفانو د بدخشان په یو شمېر سیمو کې د طالبانو پر ځواکونو وسلهوال بریدونه کړي دي.
لیکوال:سعید سمیر








