جان هېلي،د بریټانیا د دفاع وزیر،د پنجشنبې په ورځ د پوځي بودجې پر سر د اختلافاتو له امله له خپلې دندې استعفا ورکړه. هغه په یوه انتقادي لیک کې لومړی وزیر کییر اسټارمر تورن کړ چې د زیاتېدونکو امنیتي ګواښونو په وړاندې د هېواد د دفاعي وړتیا د پیاوړتیا لپاره لازمې مالي سرچینې نه دي برابرې کړي.
د دفاع وزیر ناڅاپي استعفا، او د هغه د توند او انتقادي لیک خپرېدل، پر بریټانوي حکومت سیاسي فشارونه زیات کړي او د سیاسي او رسنیزو کړیو پراخ پام یې ځان ته اړولی دی.
دا تحول په داسې حال کې رامنځته شوی چې سټارمر له داخلي سیاسي ننګونو سره مخ دی او د هغه پر مشرتابه د فشارونو د زیاتېدو په اړه اټکلونه روان دي. همدارنګه په حکومت کې د دفاعي بودجې د زیاتولو او د هغې د تمویل د طریقو پر سر اختلافات لا پسې څرګند شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د بریټانیا د دفاع وزارت او د خزانې وزارت له میاشتو راهیسې د پوځي لګښتونو د زیاتولو پر سر خبرې اترې کوي. همدا اختلافات د دې لامل شوي چې د بریټانیا د دفاعي پانګونې پلان، چې ټاکل شوې وه تېر کال خپور شي، وځنډول شي.
جان هېلي د کارګر ګوند له اوږدمهاله سیاستوالو څخه شمېرل کېږي او له ۳۰ کلونو څخه زیات یې په بریټانوي سیاست کې فعالیت کړی دی. هغه په بېلابېلو حکومتونو کې د کور جوړونې، محلي حکومت او د وزارتونو د مرستیال په توګه دندې ترسره کړي دي.
هېلي د کارګر ګوند له پېژندل شویو او اغېزمنو څېرو څخه ګڼل کېږي او په وروستیو کلونو کې یې د دې ګوند د سیاستونو مهم ملاتړ کړی دی.
د هغه استعفا په داسې شرایطو کې شوې چې د بریټانیا حکومت له یو لړ سیاسي او اقتصادي ننګونو سره مخ دی. تر دې مخکې هم وس سټریټینګ له دندې استعفا کړې وه چې پر حکومت یې فشارونه نور هم زیات کړي دي.
په ورته وخت کې، بریټانوي حکومت د عامه پورونو د مدیریت، مالي فشارونو او د دفاعي لګښتونو د زیاتوالي لپاره د سرچینو د برابرولو له ستونزو سره مخ دی.
هېلي په خپل استعفا لیک کې لومړي وزیر ته لیکلي: «تاسو او د خزانې وزارت د هېواد د دفاع لپاره د زیاتېدونکو ګواښونو په وړاندې لازمې سرچینې نه دي برابرې کړي.»
هغه همدارنګه خبرداری ورکړی چې د مالي سرچینو کمښت کولی شي د پوځ چمتووالی کمزوری کړي، د عملیاتي ځواکونو لپاره ګواښونه زیات کړي، او په پای کې د بریټانیا ملي امنیت له جدي ننګونو سره مخ کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








