TOOSnews
اعلان
د امريكا ولسي جرګې د ايران پر ضد د جګړې د درولو طرحه تصويب كړه.
نړۍټوس نیوز

د امريكا ولسي جرګې د ايران پر ضد د جګړې د درولو طرحه تصويب كړه.

۲ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا ولسي جرګې د ډونالډ ټرمپ له خوا د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو د درولو په موخه یوه طرحه تصویب کړې، خو امریکایي رسنیو دغه پرېکړه تر ډېره سمبولیکه بللې او ویلي یې دي چې د جګړې پر بهیر به عملي اغېز ونه لري.

دغه پرېکړه‌لیک د پنجشنبې په ورځ په ۲۱۴ موافقو او ۲۰۸ مخالفو رایو تصویب شو. څلورو جمهوري غوښتونکو استازو هم له دیموکراټانو سره یو ځای د دې طرحې ملاتړ وکړ.

دا طرحه د واشنګټن ایالت د دیموکراټې استازې پریمیلا جایاپال له خوا وړاندې شوې وه او له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غواړي چې د کانګرس له رسمي اجازې پرته د ایران پر ضد د امریکا پوځي عملیات ودروي.

سره له دې، امریکایي رسنۍ وایي چې دغه پرېکړه‌لیک تر ډېره سمبولیک ارزښت لري، ځکه کانګرس تر دې وړاندې هم ورته پرېکړه‌لیکونه تصویب کړي، خو د جګړې پر درولو یې عملي اغېز نه دی کړی.

دا رایه‌اچونه داسې مهال ترسره شوه چې ولسمشر ټرمپ د ایران پر ضد د بریدونو د زیاتولو اعلان کړی او د امریکایي پوځیانو د وژل کېدو راپورونه هم خپاره شوي دي.

بلخوا، ټرمپ د یمن د حوثي ځواکونو له لوري پر دوو سعودي تېل وړونکو بېړیو تر برید وروسته، د ایران او د هغه د حوثي متحدینو پر ضد د «لویې پوځي سزا» ژمنه هم کړې ده.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.