د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو به راتلونکې اوونۍ له هغه سره د لیدنې لپاره امریکا ته سفر وکړي.
د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر تر دې وړاندې د جمعې په ورځ اعلان کړی و چې نتانیاهو به د زمري میاشتې په ۶مه، د سې شنبې په ورځ، په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره وګوري. ویل شوي چې دا به د دواړو هېوادونو د مشرانو لومړنۍ رسمي لیدنه وي، له هغه وخت راهیسې چې د تېر کال د کب په ۹مه د ایران جګړه پیل شوې ده.
د ټایمز اېف اسرائیل ورځپاڼې هم راپور ورکړی چې نتانیاهو به د زمري میاشتې په ۵مه، د دوشنبې په ورځ، واشنګټن ته ولاړ شي او له خپلو لیدنو وروسته به د زمري میاشتې په ۷مه، د چهارشنبې په ورځ، امریکا پرېږدي.
نویسنده:سلیمه آریایي








