TOOSnews
اعلان
ټرمپ: د ايران پر ضد د پراخو پوځي بريدونو د بيا پيلولو ارزونه روانه ده.
نړۍټوس نیوز

ټرمپ: د ايران پر ضد د پراخو پوځي بريدونو د بيا پيلولو ارزونه روانه ده.

۳ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د ایران پر ضد د پراخو پوځي عملیاتو د بیا پیلولو په اړه په جدي ډول غور کوي او امکان شته چې احتمالي بریدونه د "اپریشن ایپک فیوري" تر عملیاتو هم پراخ او سخت وي.

ټرمپ د امریکايي خبري شبکې اکسیوس سره په مرکه کې ویلي، د یوه "لوی برید" احتمال ارزول کېږي، خو تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې. هغه زیاته کړه چې هر ډول پوځي اقدام به مهمې پایلې ولري، له همدې امله پرېکړه په ډېر احتیاط سره ارزول کېږي.

په ورته وخت کې، دوو امریکايي چارواکو ویلي چې د ایران پر ضد د نویو پوځي عملیاتو په اړه لا کومه پرېکړه نه ده شوې او پوځ ته هم په دې تړاو کوم نوي امرونه نه دي ورکړل شوي.

ټرمپ ادعا کړې چې که اړتیا وي، اسرائیل کولی شي په هر ډول احتمالي عملیاتو کې ګډون وکړي، خو ټینګار یې کړی چې امریکا د ایران پر ضد د عملیاتو لپاره د بل هېڅ هېواد مرستې ته اړتیا نه لري. هغه دا هم ویلي چې د اسرائیل احتمالي ګډون به د ایران غبرګون هم له ځان سره ولري.

د امریکا ولسمشر ویلي، ایران د خبرو اترو لېوالتیا ښيي، خو لا هم د کومې هوکړې لپاره چمتو نه دی او د هغه په وینا، تهران وروستي دیپلوماټیک وړاندیزونه نه دي منلي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ایران له ملاتړه برخمنو حوثي ځواکونو په سره سمندر کې پر بېړیو بریدونه کړي، چې له امله یې د نړیوالو سوداګریزو لارو امنیت یو ځل بیا له ګواښ سره مخ شوی دی.

ټرمپ خبرداری ورکړی، که حوثیان په سره سمندر کې بیا بریدونه وکړي، امریکا به یې مسؤلیت پر ایران واچوي او ویلي یې دي چې ایران او حوثیان دواړه به له سخت پوځي غبرګون سره مخ شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.