د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د شنبې په ورځ (د زمري ۳مه) په یوه رسمي سفر د سوریې پلازمېنې دمشق ته ورسېد. د سوریې دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې د سوریې موقت ولسمشر احمد شرع د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي تود هرکلی کړی دی.
ګوترېش سوریې ته له رسېدو سره سم، په اوسنیو بحراني شرایطو کې د دې هېواد له خلکو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو پر ژمنې ټینګار وکړ. هغه همدا راز په «اېکس» ټولنیزه شبکه کې د یوه پیغام په خپرولو سره وویل چې د دې سفر موخه د سوریې له خلکو سره د پيوستون څرګندول او د دې هېواد لپاره د نړیوالې ټولنې د لا زیات ملاتړ جلبول دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په دغه پیغام کې لیکلي: «زه تازه د پیوستون په سفر دمشق ته ورسېدم. زما پیغام روښانه دی؛ ملګري ملتونه په دې حساسو شېبو کې د سوریې تر څنګ ولاړ دي او له نړیوالې ټولنې غواړم چې د سوریې د خلکو د ملاتړ لپاره له هېڅ ډول هڅو نه درېغ ونکړي.»
ګوترېش د خپل سفر اصلي محورونه د سوریې له خلکو سره یووالی، د بشري ناورین د وضعیت څېړل او په دې هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره دوامدارو لارو چارو ته پر رسېدو ټینګار یاد کړي دي.
دا سفر په داسې حال کې کېږي چې سوریه له یوې لسیزې زیاتې جګړې او نښتو وروسته، تر اوسه هم له پراخو سیاسي ننګونو، سخت اقتصادي ناورین او ستونزمن بشري وضعیت سره مخ ده او د دې هېواد میلیونونه وګړي لا هم بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم څو ځلې له نړیوالې ټولنې غوښتي وو چې د بشري مرستو په زیاتولو، د ملکي وګړو په خوندیتوب او د سیاسي بهیرونو پر ملاتړ سره د سوریې د اوږدمهاله ناورین د پای ته رسولو لپاره هڅې وکړي.
د راپورونو له مخې، دا په دې دنده کې د مسئولیت له پیل راهیسې سوریې ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترېش لومړنی سفر ګڼل کېږي.
لیکواله:سلیمه آریایي








