TOOSnews
اعلان
وحيد عمر: د هرات اعتراضونو د استبداد پر وړاندې نوى فصل پرانيست.
افغانستانټوس نیوز

وحيد عمر: د هرات اعتراضونو د استبداد پر وړاندې نوى فصل پرانيست.

۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د جمهوري نظام پر مهال د ولسمشرۍ ماڼۍ د ستراتیژیکو اړیکو پخواني مشر وحید عمر د هرات ولایت وروستیو ولسي اعتراضونو ته په اشارې ویلي، چې د ظلم او استبداد پر وړاندې د خلکو راوتل په خپل ذات کې یو مهم او د پام وړ اقدام دی.

نوموړي په یوه تازه غبرګون کې څرګنده کړې، که څه هم لا څرګنده نه ده چې دغه اعتراضونه به څومره پراخ شي او یا به د دوام فرصت ومومي، خو د ده په باور تر ټولو ارزښتناکه خبره دا ده چې خلک د ناعادلانه چلند پر وړاندې خپل غږ پورته کوي.

وحید عمر زیاته کړې، په وروستیو کلونو کې د افغانستان ډېرو نارینه وو د خپلو ښځو او لوڼو د حقونو د دفاع لپاره ښکاره دریځ نه و خپل کړی، خو د هرات وروستي اعتراضونه د دې وضعیت د بدلېدو نښه بلل کېدای شي.

هغه هیله څرګنده کړې چې د هرات د اوسېدونکو دغه حرکت به د هېواد په نورو سیمو کې هم د حق غوښتنې، مدني پوهاوي او ولسي بیدارۍ لپاره الهام‌بښونکی تمام شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په هرات کې د ښځو د نیولو او محدودیتونو پر ضد د خلکو اعتراضونه د پراخو غبرګونونو لامل شوي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.