TOOSnews
اعلان
د «هيلو كړكۍ» غورځنګ: نړۍ دې د افغان ښځو د حقونو د خوندي كولو لپاره بېړني اقدامات وكړي.
افغانستانټوس نیوز

د «هيلو كړكۍ» غورځنګ: نړۍ دې د افغان ښځو د حقونو د خوندي كولو لپاره بېړني اقدامات وكړي.

۶ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د «هیلو کړکۍ» په نوم د ښځو د حقونو غورځنګ د «د افغانستان له ښځو سره مرسته وکړئ» تر شعار لاندې یو نړیوال کمپاین پیل کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د افغان ښځو پر وړاندې د جنسیتي اپارتاید او د بشري حقونو د پراخو سرغړونو د پای ته رسولو لپاره بېړني او اغېزمن اقدامات وکړي.

د غورځنګ په وینا، دغه کمپاین چې تېره ورځ پیل شوی، موخه یې د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه د نړیوالې همغږۍ، ملاتړ او عملي اقدام جلبول دي.

د خپرې شوې اعلامیې له مخې، دا نړیواله غوښتنه د هغو میلیونونو افغان ښځو غږ دی چې د زده‌کړو، کار، ازادۍ، امنیت او په ټولنیز ژوند کې د ګډون له بنسټیزو حقونو بې‌برخې شوې دي.

غورځنګ ویلي، د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د محدودوونکو فرمانونو په صادرېدو سره ښځې په سیستماتیک ډول له تعلیمي، اقتصادي او سیاسي ډګرونو ایستل شوي دي.

د کمپاین په ترڅ کې د «د ښځو وژنه ودروئ»، «عدالت، نه غچ» او «د ښځو حقونه، بشري حقونه دي» شعارونه هم پورته شوي او د افغانستان د ښځو د حقونو د وضعیت پر وړاندې اعتراض څرګند شوی دی.

د «هیلو کړکۍ» غورځنګ له ملګرو ملتونو، حکومتونو، پارلمانونو، د بشري حقونو له بنسټونو او نړیوالو رسنیو غوښتي چې له دې کمپاین سره یوځای شي، د افغان ښځو غږ نړیوالو ته ورسوي او د جنسیتي اپارتاید د پای ته رسولو، د طالبانو د حساب ورکولو او د افغان ښځو او نجونو د عملي ملاتړ لپاره بېړني اقدامات وکړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.