بدخشان کې سیمهییزې سرچینې وايي، پروېز مجاهد، چې د جمهوري نظام پر مهال د پولیسو له پخوانیو ځواکونو څخه و، وروسته له هغه په روغتون کې ساه ورکړه چې د دغو سرچینو په وینا، د شهدا ولسوالۍ د طالبانو د استخباراتو د مسؤل مولوي سراج له خوا وهل او ډبول شوی و او د دماغي وینې بهېدنې سره مخ شوی و.
د سرچینو په وینا، دا پېښه څه موده مخکې رامنځته شوې وه او پروېز مجاهد تر درملنې لاندې په یوه روغتیايي مرکز کې بستر و، خو د سختو ټپونو له امله یې ژوند له لاسه ورکړ.
طالبانو تر اوسه د دې ادعا او همدارنګه د پروېز مجاهد د مړینې د لامل په اړه کوم رسمي غبرګون یا څرګندونه نه ده کړې. له همدې امله، د دې پېښې جزیات تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تأیید شوي.
توس نیوز وايي چې د دې پېښې په اړه د طالبانو د چارواکو د نظر ترلاسه کولو هڅه کوي، او که کوم رسمي دریځ خپور شي، دا راپور به تازه شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








