سرچینې وایي، یو پخوانی افغان پوځي چې د جمهوري نظام پر مهال یې د خوست ساتنې ځواک (KPF) کې دنده ترسره کړې وه، له امریکا څخه تر ستنېدو لس ورځې وروسته په خوست ولایت کې د ناپېژانده وسلهوالو له لوري په ډزو وژل شوی دی.
د معلوماتو له مخې، یاد کس «ننګیالی» نومېده او د جمهوري نظام تر سقوط وروسته امریکا ته کډوال شوی و. هغه څه باندې لس ورځې وړاندې بېرته افغانستان ته راستون شوی و.
سرچینې زیاتوي، نوموړی د ناپېژانده وسلهوالو په برید کې وژل شوی او جنازه یې تېره ورځ د خوست ښار د متون ولسوالۍ اړوند د خبش خېلو په کلي کې ترسره شوه او هماغلته خاورو ته وسپارل شو.
تر اوسه د دې پېښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی او د طالبانو حکومت هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د خوست ساتنې ځواک (KPF) یو شمېر پخواني غړي د ناپېژانده وسلهوالو په بریدونو کې وژل شوي دي. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د پخواني جمهوري نظام د پوځیانو د وژل کېدو، نیول کېدو، شکنجې او زنداني کېدو په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.
لیکوال:سعید سمیر








